د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ننګرهار ولسواليو ته د رايو پاڼې او مواد ليږدول پيل شول


ننګرهار ټاکنو خپلواک کميسيون مشر خواجه محمد امين فضلي
ننګرهار ټاکنو خپلواک کميسيون مشر خواجه محمد امين فضلي

په ننګرهار کې د ټاکنو د خپلواک کميسيون چارواکي وايي چې د ولسواليو په کچه يې سيمه ييزو ناظمانو ته د ټاکنو په اړه پوهاوی ورکړی، په کار يې ګمارلي، او ولسواليو ته يې د رايې ورکولو د پاڼې او موادو ليږدول پيل کړی دي.

په ننګرهار کې د ټاکنو د خپلواک کميسيون چارواکي وايي چې د ولسواليو په کچه يې سيمه ييزو ناظمانو ته د ټاکنو په اړه پوهاوی ورکړی، په کار يې ګمارلي، او ولسواليو ته يې د رايې ورکولو د پاڼې او موادو ليږدول پيل کړی دي.


د ننګرهار د ټاکنو د خپلواک کميسيون په مشر خواجه محمد امين فضلي د چارشنبې په ورځ په يوه مطبوعاتي کنفرانس کې وويل چې د تيرو ټاکنو د تجربو نه په ګټې اخيستنې سره يې د ولسواليو په کچه عامه پوهاوی ورکړی او ناظمان پر کار يې ګمارلي دي. دی وايي:

« په اول قدم کې چې موږ د عامه پوهاوي لپاره کوم کسان استخدام کړي وو، هغوی په ولسواليو کې تر ډيره ځايه خپلې وظیفې سر ته رسولي. په دويم قدم کې د ساحوي ناظمانو د استخدام موضوع ده چې هغه هم خوشبختانه تر ډيره ځايه پورې خلاص شول، زموږ ساحوي ناظمان وتوانيدل چې په ولسواليو کې زموږ ساحوي ناظمان وتوانيدل چې په ولسواليو کې د انتخاباتو لپاره هغه کارکوونکي چې د انتخاباتو په ورځ به کار کوي، هغوی په دندو ګمارل شوي او هغوی ته اموزش او پوهاوی ورکړل شوی دی.»

دا چې ولسوالیو ته د رايې ورکولو د پاڼو ليږدول پيل شوي او که څنګه په دې اړه ښاغلي فضلي وويل:

« دوه ولسواليو ته د هوا له لارې د انتخاباتو مواد وليږل شول او يوې ولسوالۍ پچير و اګام ته زميني انتقال شول چې خوشبختانه خپل ځای ته په ډير مصوون شکل رسيدلي دي. متبافي ولسواليو ته به د تقسيم اوقات مطابق اساس تو کې ليږدول کيږي.»

ټاکل شوې وه چې په ننګرهار کې ټول ۳۸۳ د رايو ورکولو مرکزونه پرانستي وي، خو د دغه ولايت د ټاکنو د خپلواک کميسيون مشر خواجه فضلي وايي چې لس مرکزونه به نور هم پرانستل شي.

« د ننګرهار په ولايت کې موږ ۳۸۳ مرکزونه درلودل چې امنيتي ارګانونه (ادارې) په دې وتوانيدل چې امينت تامين کړي، اته مرکزونه نور هم زيات شول، امنيتي ارګانونه په دې توا نيدلي چې د دې ساحو امنيت تامين کړي، چې موږ وکولاش شو چې دوه مرکزونه نور هم خلاص کړي. که چيرته دې مرکزونو ته زموږ مواد ورسيدل، په مجموع کې به موږ ۳۸۳ جمع اته مساوي ۳۹۱ او جمع ۲ ټول به موږ ۳۹۳ مرکزونه موږ ولرو.»

دی زياتوي چې د ټاکنو په لومړي پړاو کې چې د ټاکنو د کميسيون کومو غړو د ځينو کانديدانو په ګټه کارونه کړي وو، يو شمير يې مجازات شوي او ګڼ شمير يې له کاره ګوښه کړی شوي او په ځای يې ژمن کسان په کار ګمارل شوي دي.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان د ولسمشرۍ د دويم پړاو ټاکنې به د راتلونکي شنبې يا خالي په ورځ تر سره شي.
XS
SM
MD
LG