د لاسرسي ځای

تازه خبر

پکتيا کې به اربکیان د افغان ټاکنو امنيت ساتي


د پکتيا قومي مشرانو، په ولسي او مشرانوجرګه او ولايتي شوراکې د پکتيا د خلکو استازو او بېلابېلو قومي مخورو د سه شنبې په ورځ پرېکړه وکړه چې د ټاکنو د ښه ترسره کېدو لپاره به د قومي سيسټم پر اساس قومي اربکي راوباسي.

د پکتيا قومي مشرانو او ولسونو پرېکړه وکړه چې د جوزا د څلرويشتمې د ټاکنو د ورځې لپاره به په ټولو ولسواليو کې د امنيت په خاطر قومي اربکی راوباسي، نور حال يې له سيمې زموږ د همکار داود تپان په راپور کې:


د پکتيا قومي مشرانو، په ولسي او مشرانوجرګه او ولايتي شوراکې د پکتيا د خلکو استازو او بېلابېلو قومي مخورو د سه شنبې په ورځ پرېکړه وکړه چې د ټاکنو د ښه ترسره کېدو لپاره به د قومي سيسټم پر اساس قومي اربکي راوباسي.

په دغه خبري ناسته کې د ځدراڼو د قوم مشر حاجي بادشاه خان ځدراڼ وويل چې د کلکو امنيتي تدابېرو نشتوالي دې پرېکړې ته اړ کړل چې قومي اربکی راوباسي :

” موږ داپرېکړه وکړه چې امنيت په مشکلو کې دی، موږ څو، څو واره قول اردو قومندان سره خبرې وکړې چې امنيتي تدابير ونيسي خو امنيتي تدابير يې نه ښکاري، نو ځکه موږ وايو چې د رايو نه محروم نه شو نو بايد قومي اربکی راوباسو او نر ښځې به رايه کارونې ته راوځي “

ده دا هم وويل چې ولسونه به د رايو تر مرکزونو راوځي، رايې به کاروي او هېڅوک به يې مخه نه شي نيولای.

په ولسي جرګه کې د پکتيا د خلکو استازي نواب منګل وويل چې دوی امنيتي تدابير په خاطر دا کار کړی دی چې د قومي اربکي د قومي سيسټم د جوړښت له مخې راوباسي :
”قومونو دا پرېکړه وکړه چې موږ به قومي اربکی راوباسو، د دې ملي ورځې لپاره به امنيت ساتو“

ده وويل چې د دې کار نه يې هدف په سيمه کې ښه او قوي امنيتي تدابير دي، او په همدې خبري ناسته کې د پکتيا ولايتي شورا ريس ښايسته جان هم د پکتيا د ولسونو پرېکړه پر ځای پرېکړه وګڼله.

په دې خبرې ناسته کې د پکتيا قومونو له لوري شپږ ماديز پرېکړليک هم د قومي اربکي د ښه جوړښت په خاطر ابلاغ کړ او په دې پرېکړه ليک کې يې څرګنده کړه چې ولې يې د اربکي ضرورت احساس کړ، په ولسي جرګه کې د پکتيا د خلکو استازي ابراهيم غښتلي پرېکړه ليک داسې واوراوه :

” د پکتيا ولايت ولسونه د دويم پړاو په ټاکنو کې د امنيتي ځواکونو په خاص ډول د ملي اردو د ځواکونو قوي تدابېرو ته سترګې په لار وو خو چې تر اوسه پورې د دوی له لوري کوم امنيتي تدابير نه ترسترګو کيږي، نو په دې اساس د پکتيا ټول مېشت قومونه، ځدراڼ، منګل،ځاځي، احمدزي،سهاک،توتاخېل، مقبل،څمکني،زرمتي او نور لوی او واړه خېلونه او قبيلې په دې سره متفق شوې، چې په راتلونکو ټولټاکنو کې چې د روان ۱۳۹۳لمريز کال په څلرويشتم د جوزا به ترسره کيږي، خپل ولس دې ته چمتو کوي چې د خپلو خلکو د رايو د مرکزونو ساتنه د ولسي اربکي له لوري په دې پرېکړه ليک سره چې د پکتيا د ولسي جرګې، مشرانو جرګې اوولايتي شورا وکيلان او قومي مشران پکې موجود دي په شپږو مفصلو مادو کې داسې کوي “

قومونو او ولسونو تصميم ونيوه چې دوی به د جوزا په څلرويشتمه نېټه په ټاکنو کې نر او ښځې ګډون کوي او خپل امنيت به د افغان ملي امنيتي ځواکونو ترڅنګ د قومي اربکي په سيسټم خوندي وساتي او هېڅ ډول وسلوال به پرېنږدي چې د دوی ټاکنې ترپوښتنې لاندې راولي.

راپور – داود تپان – پکتيا
XS
SM
MD
LG