د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کندهار پوهنتون استادانو د راپرېښودلو هڅې پېل شوې


د غزني د اندړو ولسوال قاسم خان دېسيوال وايي، قومي مخورو وسله وال موندلي او ورڅخه غوښتي يې دي چې برمته شوي کسان راخوشې کړي.

د کندهار پوهنتون اووه دېرش تنه استادان او يو شمېر زده کوونکي د سېشنبې پر ورځ کابل ته روان وو چې د کابل کندهار پر لويه لاره، د غزني ښار ته څېرمه وسله والو له بسه کښته کړي، يو يې ټپي کړی او پاتې نور يې يې برمته کړي دي.


تر اوسه د برمته شويو کسانو کره شمېره نه ده مالومه.

وسله والو وروسته برمته شوي استادان او زده کوونکي په څو ډلو وېشلي، واغظ، اندړو، قرباغ او ګېرو ولسواليو ته يې لېږدولي، خو د سيمې قومي مخورو د برمته شويو کسانو د بېرته راخوشې کېدو هڅې پيل کړې دي.

په پېښه کې د کندهار پوهنتون ټپي شوی استاد عزيز الرحمان دی او د لغمان اوسېدونکی دی.

دی وايي، په موټر کې د سپرو استادانو شمېر اووه دېرشو تنو ته رسېده، خو د زده کوونکيو کره شمېره ورته نه ده مالومه.

"موږ په موټر کې ويده وو چې ناڅاپه ډزې وشوې. يوه ډله کسان چې مولونه يې وهلي ول د موټر مخې ته راغلل. نورې ډزې يې وکړې او زه ټپي شوم. وروسته يې وويل ټول مخونه شاته واړوئ. اته يا لس دقيقې به مو په دښته کې مزل کړی وي چې ويې درولو، زه يې بېرته راپرېښودم او نور يې له ځان سره پسې بوتلل. استادان اووه دېرش تنه وو او څو تنه زده کوونکي هم وو."

د غزني د اندړو ولسوال قاسم خان دېسيوال وايي، قومي مخورو وسله وال موندلي او ورڅخه غوښتي يې دي چې برمته شوي کسان راخوشې کړي.

دی وايي، وسله وال له پنځو کسو پرته د نورو کسانو د خوشې کولو خبره منلې ده، خو وايي، قومي مخور ټينګار کوي چې بايد ټول خوشې شي.

په دې سربېره، ځينو برمته شويو زده کوونکيو هم ګواښ کړی دی چې که ټول کسان خوشې نه شي، دوی نه غواړي له برمتې ځانونه خلاص کړي.

"مخالفينو سپينږيرو ته ويلي دي چې په دغو کسانو کې پنځه تنه داسې دي چې دوی يې نه خوشې کوي. وروسته يې پلټنې کړې او پنځه تنه چې دوی ته سم ښکاره شوي، د هغو خوشې کولو ته يې غاړه ايښتې ده او ورته ويلي يې دي چې دا نور به هغه وخت خوشې کړي چې له ډلې يې هماغه پنځه تنه بېل کړي چې دوی پسې ګرځېدل، خو سپينږيري ټينګار کوي چې باید ټول کسان راخوشې کړل شي. تر اوسه يې يو هم نه دی خوشې کړی."

خو د غزني مرستيال والي محمد علي احمدي بيا په دې باور دی چې وسله وال به ټول کسان خوشې کړي.

ده تېره شپه مشال راډيو ته وويل، تمه لرې چې د نن ورځې تر لسو بجو به يې راخوشې کړي.

"هغوی اعلان کړی دی چې د دغو کسانو په اړه يې له کندهاره د راوتلو پر مهال يو بې اساسه راپور تر لاسه کړی وو او اوس پوه شوي دي چې دغه کسان د دې وړ نه وو چې دوی تښتولي وای، ځکه يې نو پرېکړه کړې ده چې سبا تر لسو بجو پورې يې راخوشې کړي."

ځينې سرچينې بيا وايي، د کندهار پوهنتون استادانو د دغه پوهنتون له رئيس سره خبره اړولې وه او اوس کابل ته روان وو چې وزارت ته د پوهنتون له رئيسه خاورې باد کړي، کله چې له کندهاره را روانېږي، نو له شا ورپسې چا وسله والو ته زنګ وهلی او ورياده کړې يې ده چې دغه کسان بايد د کابل کندهار د لويې لارې په اوږدو کې له موټره کښته کړي.

که څه هم چارواکي تښتوونکي طالب وسله وال بولي، خو دغې ډلې لا تر اوسه په رسمي توګه نه دي ويلي چې دغه کسان دوی تښتولي دي.
XS
SM
MD
LG