د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تفتان تر ځانمرګو بریدونو وروسته ایران له پاکستان سره خپله پوله وتړله


د پاکستان او ایران پر پوله د بلوچستان له سرحدي ښار تفتان سره څېرمه ایران خپله تجارتي دروازه يا زیرو پواينټ تړلی او تر سختې تالاشيو وروسته بیا پياده کسانو ته د پولې هاغاړې ته د تلو اجازه ورکوي.

د پاکستان او ایران پر پوله د بلوچستان له سرحدي ښار تفتان سره څېرمه ایران خپله تجارتي دروازه يا زیرو پواينټ تړلی او تر سختې تالاشيو وروسته بیا پياده کسانو ته د پولې هاغاړې ته د تلو اجازه ورکوي.


په تفتان کې د ملیشه ځواکونو سرتېري وايي، ایران دغه دروازه د دوشنبې په غرمه تړلې او تر اوسه لا هم همداسې تړلې پاتې ده.

دا سرتېري چې نه يې غوښتل ږغ يې ثبت شي، مشال راډيو ته وویل، د اتوار د شپې تر هغو ځانمرګو بریدونو وروسته چې په کې شیعه زیارتیان وژل شوي وو، ایران همدا دروازه د پاکستان پر مخ وتړله. هلته د بلوچستان د کورنيو چارو وزیر سرفراز بګټی وايي، له تفتان سیمې څخه وژل شوي، ټپیان او پاتې شیعه زیارت کوونکي يې د دوشنبې په ورځ د هیلي کوپټرو له لارې کوټې ته را رسولي، چې تر هغه وروسته تر شل زیات مړي د خېبرپښتونخوا بېلابېلو سیمو ته استولي دي.

له دې سره د دوشنبې په شپه د شیعه کانفرنس له خوا په يوه خبري غونډه کې رسنوالو ته وویل شوو، د تفتان پېښه بیا هم هغو قوتونو کړې، چې ددوي په خبره بهرني هيوادونه يې تر شا ولاړ دي. د شیعه کانفرنس د بلوچستان يوه مشر داود اغا په خپلو خبرو کې وویل

((که څه هم صوبايي حکومت د پخوا په پرتله د ترهګرۍ د پېښو د له منځه وړلو لپاره سنجيده عملي ګامونه پورته کړي دي. خو بیا هم د ښه امنيت بیا راوستل، او شیعه زیارت کوونکو ته د خوندي سفر د زمینه برابرولو لپاره لا هم نور ګامونه پورته کول پاتې دي))

د شیعه کانفرنس مشرانو په دې خبري غونډه کې وویل، که بیا هم پر دوي ورته برید وشو نو نه يواځې په کوټه، بلکې په ټول پاکستان کې به احتجاج پېل کړي.

بلي خواته د بلوچستان صوبايي حکومت وايي، په يوه کال کې د امنيت د بحالۍ لپاره ډېر کار کړی، خو لا هم ډېر کار ورته ګوري، چې ددوي په خبره په راتلونکې وخت کې به ترهګر او ترهګرۍ له منځه يوشي.

د صوبې د کورنيو چارو وزیر سرفراز بګټي له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، کله چې يې د حکومت چارې تر لاسه کړې، نو هلته د ترهګرۍ بېل بېل قسمونه وو، چې اوس يې تر ډېره ځایه هر قسم ترهګرۍ ختمه کړې.

((موږ ته چې کله حکومتي چارې راوسپارل شوې، نو موږ له درې قسم ترهګريو سره مخ وو. يو عام د ترهګرۍ پېښې وې چې د خدای په فضل تر ډېره ځایه مو ختم کړې دي. دوم فرقه ايزې پېښې وې، او درېيم بیا د بېلتون غوښتونکو ډلو ترهګري وه. نو د درو واړو لپاره موږ بېل بېل ستراتيژي جوړه کړه. او تاسو وینئ چې تر موږ له مخه په هغه بل حکومت کې څومره چې زموږ په دې شیعه و وروڼو باندې څومره ظلم کېده، په دې ښار کې به په نخښه کېدل. په هغه کې تر ډېره ځایه کمی راغلی دی. خو بیا هم د حکومت د نماينده په هيث دا زموږ ذمه واري ده چې خپلو خلکو د ځان او مال د خوندي توب لپاره ګامونه واخلو. او ددې ذمه واري احساس موږ ته شته))

د ویلو وړ ده چې د اتوار په شپه څلورو ځانمرګو بریدګرو د بلوچستان په تفتان سیمه کې پر هغو دوو هوټلونو بریدونه وکړل، چې له ایران کوټې ته راتلونکي شیعه زیارت کوونکي په کې مېشت وو. او د لسو مېرمنو په شمول پنځويشت شیعه زیارت کوونکي يې ووژل.
XS
SM
MD
LG