د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ټاکنې: خوست کې د ډاکټر عبدالله عبدالله ملاتړ غونډه


غونډه چې د خوست ولایت د بیلابیلو قومونو د یو شمېر مشرانو، سپینږیرو او ځوانانو په ګډون د جرګو په تالار کې جوړه شوې وه، ویناوالو په خپلو خبرو کې ډاکټر عبدالله د ولسمشري لپاره وړ کاندید وباله او په ده شوی برید یې هم وغانده.


په خوست کې یو شمېر قومي مشرانو او اوسیدونکو د یوې غونډې له لارې د ولسمشرۍ نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله د نوماندۍ ملاتړ اعلان کړ، دوی په وروستیو ورځو کې پر ډاکټر عبدالله شوی برید هم وغانده او په راتلونکو ټاکنو کې يې د احتمالي درغلیو په باب خپلې اندیښنې په ډاګه کړې.


غونډه چې د خوست ولایت د بیلابیلو قومونو د یو شمېر مشرانو، سپینږیرو او ځوانانو په ګډون د جرګو په تالار کې جوړه شوې وه، ویناوالو په خپلو خبرو کې ډاکټر عبدالله د ولسمشري لپاره وړ کاندید وباله او په ده شوی برید یې هم وغانده.

دوی په خبرو کې د راتلونکو ټاکنو په بهیر کې د ممکنه درغلیو په باب هم خپل انديښنې په ډاګه کړې:

د افغانستان د قومونو پیوستون شورا رئیس الحاج غازي نواز تڼي مشال راډیو سره په خبرو کې د غونډې موخې او هدفونه داسې په ډاګه کړل:

((د خوست ولایت په نننۍ غونډه کې د خوست مشران، سپینږیري او ځوانان راجمع شوي وو، د ډاکټر صیب عبدالله عبدالله نه په بشپړ ډول ملاتړ وکړ، دا يې مناسب کاندید وباله، همدارنګه هغه حمله چې په ډاکټر صیب شوې وه، هغه يې هم وغندله، بل دا چې په خوست کې د ټاکنو د شفافیت په اړه زموږه سره تشویشونه دي، دلته د تقلب له پاره لارې جوړیږي، دلته د ټاکنو په کمیسیون کې مشکل دي، دا تشویشونه مو هم د رسنیو له لارې یا په خپله غونډه کې اظهار کړل.))

قومي مشر حاجي مزارعلي وویل، چې دوی ډاکټر عبدالله سره خبرې کړي او هغه ورسره ژمنه کړې ده، چې د هغه سیمو د خلکو حقونه به تامین کړي چې په تېر وخت کې محرومه پاتې شوي دي:

((دا ټولو ته ثابته شوه، چې دا ځل ډاکټر صیب عبدالله د ملي وحدت د تامین په خاطر او د افغانستان د بحران د ختمولو په خاطر دوی خصوصاً هغو سیمو کې چې پښتانه دي او په جنوب کې دي، حقوقو نه وروسته پاتې شوی دي موږ په دې باور یو، چې دې ستونزو ته به خامخا دوی رسیده ګي کوو.))

د غونډې یو تن ګډونوال صدراعظم باوري وویل، چې ډاکټر عبدالله ته ځکه رایه ورکوي، چې ښې برنامې لري او کو م هېواد پورې تړلی نه دی:

((دا مخکې او اوس مالومه شوې ده، چې نوموړی په هېڅ مافیايي کړۍ یا خارجیانو پورې تړلی نه دی، دی یوازیني په افغانستان کې مستقل کس دی، د ده برنامې او کارنامې موږه له نږدې کتلي دي، په همدې اساس موږ د ده نه خپل ملاتړ اعلان کړی دی.))

د یادونې وړ ده، ټاکل شوې د راتلونکې شنبې په ورځ د ولسمشرۍ دویم ځلي ټاکنې ترسره شي او د دوه مخکښو نوماندانو ډاکټر محمداشرف غني احمدزي او ډاکټر عبدالله عبدالله له منځه به یو تن د پنځو کالونو له پاره د ولسمشر په توګه وټاکل شي.
XS
SM
MD
LG