د لاسرسي ځای

تازه خبر

شېخ زاید پوهنتون خوست کې نوې ودانۍ جوړېږي


د خوست والي عبدالجبار نعیمي د ودانیو د کار د پیل په مراسمو کې مشال راډیو ته وویل، چې پوهنتون د زده کړې، سولې او امن کور دی او باید ورته هر اړخیزه توجه وشي

د دوشنبې په ورځ د خوست په شیخ زاید پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت له پرمختیايي بودجې د دوه نیم میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د شرعیاتو پوهنځي لپاره د درو څلور پوړیزو تدریسي او اداري ودانیو جوړولو کار پیل شو، چې پ دوو کلونو کې بشپړې شي. د خوست پوهنتون چارواکي وايي، چې د دې ودانیو په جوړولو سره به په پوهنتون کې د ودانیو ستونزه څه نا څه رالږه شي.


خوست پوهنتون پنځلس پوهنځي لري، خو دا ټول پوهنځي بیا په اتو تدریسي بلاکونو کې خپلې اداري او تدریسي چارې سمبالوي، چې له کبله يې د پوهنتون استادان، محصلان او اداري کارکونکي د ودانیو لویه ستونزه لري.

د شرعیاتو پوهنځي محصلان او استادان هم له تېرو پنځو کالونو راهیسې د حقوقو پوهنځي په ودانۍ کې دي او دواړه پوهنځي د ځای لږوالي ستونزې ګالي، چې بالاخره د پوهنتون او ځايي ادارې د هلو ځلو په پایله کې د شرعیاتو پوهنځي له پاره د دریو څلور پوړیزو بلاکونو د جوړولو بودجه منظوره او ودانیزې چارې يې پیل شوې.

د خوست والي عبدالجبار نعیمي د ودانیو د کار د پیل په مراسمو کې مشال راډیو ته وویل، چې پوهنتون د زده کړې، سولې او امن کور دی او باید ورته هر اړخیزه توجه وشي:

«زموږ ستاسو نننۍ پروژه چې د شرعیاتو پوهنځي د ودانیو د بنسټ ډبره مو کېښوده، دا ډېر زیات ضرورت وو، سږ کال دوه نیم میلیون ډالره په دې باندې لګښت راځي، زما د لوړو زده کړو د وزارت څخه دا توقوع ده، چې هغه پنځه لکه ډالر چې دوی سره پاتې کیږي، هغه دې د پوهنتون د نورو ودانیو د ترمیم له پاره د دوی په اختیار کې ورکړي، دا پوهنتون د افغانستان په سطحه باندې یو ډېر مهم پوهنتون دی، دا پوهنتون د سولې کور دی، دا پوهنتون د امن کور دی، دا پوهنتون د رڼا مرکز دی، دې ته د ټولو توجه ډېره مهمه ده»

خوست شیخ زاید پوهنتون رئیس پوهنوال محمدرسول باوري وویل، چې د دې ودانیو په جوړولو سره به يې ایله تر شل سلنه پورې ستونزې هوارې شي، خو د ودانیو اتیا سلنه ستونزې به بیا هم پر ځای پاتې وي:

«موږ اوس په خپل پوهنتون کې دوولس پوهنځي لرو، او دې پوهنځي هم د شپي پوهنځي لرو، په داسې حال کې چې موږ ټول محصلان په اتو ودانیو کې تنظیم کړي دي، د دې تعمیرونو په جوړیدو سره به زموږ د تعمیرونو ستونزه تر یوه بریده حل شي، خو په بشپړه توګه ستونزې نه هواریږي، که د فیصدۍ له مخې ووایو شاید له پنځلسو تر شلو فیصدو پورې زموږ دا ستونزه حل شي، چې اتیا سلنه به بیا هم موږ د ستونزوه سره مخامخ وو»

د یادونې وړ ده، د خوست شیخ زاید پوهنتون د افغانستان په لویو علمي موسسو کې حسابیږي، چې دا مهال يې د محصلانو شمېر اتو زرو ته رسیدلی، په یاد پوهنتون کې یو شمېر نجونې هم په بیلابیلو پوهنځیو کې پر زده کړه او تحصیل بوختې دي.
XS
SM
MD
LG