د لاسرسي ځای

تازه خبر

عبدالله عبدالله له ځانمرګي بریده روغ ووت


امنیتي چارواکي وايي، چې د ولسمشریزو انتخاباتو د کاندید ډاکټر عبدالله عبدالله په انتخاباتي کمپاین د چاودنې له امله د ښاغلي عبدالله د دوو ساتونکو په ګډون ۶ تنه وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان دي.

امنیتي چارواکي وايي، چې د ولسمشریزو انتخاباتو د کاندید ډاکټر عبدالله عبدالله په انتخاباتي کمپاین د چاودنې له امله د ښاغلي عبدالله د دوو ساتونکو په ګډون ۶ تنه وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان دي.

د کابل د امنيې قومندانۍ ویاند "حشمت ستانکزي" مشال راډيو ته وویل چې برید د غرمې په شاوخوا دولسو بجو د کابل لوېدیځ میرویس میدان کې شوی چې په کابل اریانا هوټل کې تر یوې انتخاباتي غونډې وروسته د جمهوري ریاست کاندید عبدالله له هوټله د وتلو په حال کې و.

په عین حال کې د ډاکټر عبدالله د ټيم ویاند فاضل سانچاره کي، هم مشال راډيو راډيو سره په خبرونو کې وویل چې په دې پیښه کې د ډاکټر عبدالله دوه ساتونکي وژل شوي او یو شمیر نور ټپیان دي.

له بلې خوا د ډاکټر عبدالله عبدالله انتخاباتي سیال ډاکټر اشرف غني احمدزي پر خپله ټویټر پاڼه کې دغه برید غندلی او دا یې د افغانستان د دښمنانو کار بللی دی.

په پام کې ده، چې د ولسمشرۍ د دویم پړاو ټاکنې د جوزا په ۲۴ نیټه ترسره شي.نن د جمعې پر ورځ په کابل کې د ډاکټر عبدالله عبدالله پر ټاکنیز کمپاین چاودنه شوې ده.
XS
SM
MD
LG