د لاسرسي ځای

تازه خبر

شېخ زايد پوهنتون کې د کتابتون د نوې ودانۍ جوړیدل


په خوست کې د شېخ زايد پوهنتون لپاره د کتابتون وداني چې ودانیزې چارې يې اتلس میاشتې وړاندې پیل شوې وې، د نشه يي توکو پر ضد وزارت د امتیازې بودجې څخه د څه د پاسه دوولس میلیونه افغانیو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

په خوست کې د شېخ زايد پوهنتون لپاره د کتابتون وداني چې ودانیزې چارې يې اتلس میاشتې وړاندې پیل شوې وې، د نشه يي توکو پر ضد وزارت د امتیازې بودجې څخه د څه د پاسه دوولس میلیونه افغانیو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.


پوهنتونونه او علمي موسسې هغه وخت پرمختګ کولى شي، چې غني کتابتونونه ولري او محصلان يې هر وخت او هر ډول مالوماتو ته په اسانۍ لاسرسۍ ولري.

یادې څرګندونې نن پنجشنبه د خوست شیخ زاید پوهنتون کې د کتابتون له پاره د نوې ودانۍ د پرانیستې په مراسمو کې د شېخ زايد پوهنتون ريس پوهنوال محمدرسول باوري مشال راډيو سره په خبرو کې په ډاګه کړې.

محمد رسول باوري زیاته کړه، شېخ زايد پوهنتون دا مهال اته زره محصلين لري، د دې لپاره چې محصلين وکولى شي، د مطالعې له پاره ښو ماخذونو او سرچینو ته لاسرسۍ ولري، نو اړينه ده، چې د کتابتون وداني پراخه او ترڅنګ يې د مطالعې او زده کړې نورې اسانتیاوې هم برابرې شي:

((محصلان د دې د پاره چې د خپلو تحصیلاتو په درشل کې بریالی نتیجې ترلاسه کړي، باید کتابتون ته مراجعه وکړي او کتابتون هم باید یوه داسې ودانۍ وي، چې هغه لازمې اسانتیاوې او تسهیلات چې کتابتون يې باید ولري هغه په کې وي، ولې له ښه مرغه سره له دې چې دا کتابتون او وداني وړه ده، خو بیاهم تر ډېره بریده زموږ مشکلات حلوي.))

د شیخ زاید پوهنتون د کتابتون لپاره وداني درې سالونونه، کنفرانس خونه، انټرنېټ خونه، د مطالعې درې خونې او نور لازم ملحقات لري او د کتابتون په ودانۍ کې د برېښنا، ټېلېفون او انټرنېټ اسانتياوې هم برابرې شوې دي.

خوست والي عبدالجبارنعيمي د پوهنتون د کتابتون ودانۍ د پرانیستې په مراسمو کې مشال راډیو ته وویل، چې د محصلانو او استادانو د مطالعې او د دوی د پوهې او مالوماتو د ډېرولو له پاره د دا ډول مرکزونو پرانیستل ګټور رول لري:

((هرکال خوست ولايت ته يو مليون امريکايي ډالره امتيازي بودجه ورکول کيږي، چې تر دې مهاله دغه ولايت ته اته مليونه ډالره ځانګړي شوي دي، خو ددې بودجې زياته برخه په خوست ولايت کې د پوهنې او لوړو زده کړو په برخه کې لګول شوي ده، موږ به هڅه وکړو، چې د پوهنې او د شېخ زايد پوهنتون په چوکاټ کې شته ضرورتونه يو په بل پسې رفع کړو، ترڅو يو داسې علمي چاپېريال رامنځته شي، چې د هغې په اساس ټولنې ته لوړ علمي کدرونه وړاندې شي، د اوسنۍ وداني کار اتلس میاشتې وړاندې پیل شوی وو او د مخدره توکو پر ضد وزارت د بودجې څخه د څه د پاسه دوولس میلیونه افغانیو په لګښت دا وداني جوړه شوې ده.))

د یادونې وړه ده، شېخ زايد پوهنتون دا مهال د افغانستان په لویو علمي او اکاډمیکو مرکزونو کې حساییږي، چې د افغانستان د نږدې ټولو ولایتونو څخه په کې شاوخوا اته زره محصلان په پنځلسو بیلابیلو پوهنځیو کې پر زده کړو او تحصیل لګیا دي.
Construction of a building for Library at Sheikh Zayed University Khost.
Construction of a building for Library at Sheikh Zayed University Khost.
XS
SM
MD
LG