د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې د ولايتي شورا انتخاباتي شکايتونه وڅېړل شول


د افغانستان د انتخاباتي شکايتونو کميسيون پرون د ختيځو او جنوب ختيځو زونونو د ولايتي شوراګانو انتخاباتي شکايتونه وڅېړل.

د افغانستان د انتخاباتي شکايتونو کميسيون پرون د ختيځو او جنوب ختيځو زونونو د ولايتي شوراګانو انتخاباتي شکايتونه وڅېړل.


پکتيکا، پکتيا، خوست، ننګرهار، کونړ او نورستان ولايتونه په دغه زون کې شامل ولايتونه دي.

د انتخاباتي شکايتونو کميسيون د شکايتونو د علني څېړنې په غونډه کې وويل چې د هغو انتخاباتي محلونو او سايټونو رايې به بيا وشمېري چې ممکن درغلۍ پکې شوي وي.

د انتخاباتي شکايتونو د کميسيون ويندوي نادر محسني مشال راډيو ته وويل چې پر شکايتونو د غور په پنځمه علني غونډه کې پرون پاي ته ورسېده او تراوسه پوري دوي پر دوه زره شکايتونو غور کړي او په دې لړ کې يې د ولايتي شوراګانو د کانديدانو شواهد او اسناد ليدلي دي:

«زموږ د څېړنو په نتيجه کې پرېکړه وشوه چې په بېلابېلو ولايتونو کې د راي ورکولو د يو شمېر مرکزونو او محلونو رايې د شکايت کوونکو کانديدانو د اسنادو او شواهدو پراساس له سره وشمېرل شوې»

د ولايتي شوراګانو ځيني کانديدان ادعا کوي چې د انتخاباتو د خپلواک کميسيون د هغو پايلو چې په پيل کې يې اعلان کړې وې او ابتدايي نتيجو په منځ کې توپير شته.

د ولايتي شوراګانو يو شمېر کانديدانو غوښتنه کړې چې د دوي پر شکايتونو دې جدي غور وشي.

د انتخاباتي شکايتونو د خپلواک کميسيون ويندوي ښاغلي محسني وايي چې نن /پنجشنبه/ به يې وروستۍ علني غونډه وي او له دې وروسته به دا ډول غونډې ونه لري.

د ده په وينا نن به د مرکزي زون د نهو ولايتونو د ولايتي شوراګانو د کانديدانو شکايتونه وڅېړل شي.

ده ونه ويل چې کله به د څېړل شويو شکايتونو نهايي نتيجه اعلان کړي خو يادونه يې وکړه چې ژر به د نهايي فيصلې د اعلانولو لپاره کار پيل کړي.

د انتخاباتي شکايتونو کميسيون وايي چې د شکايتونو شمېر خورا زيات دي او له بلې خوا بايد په ټولو ولايتونو کې ډېرې رايې له سره وشمېرل شي ځکه نه شي ويلي چې د خپل کار نهايي پرېکړه به کله اعلان کړاي شي.

له ټاکل شوي مهالوېش سره سم بايد د انتخاباتي شکايتونو کميسيون خپل کار د جوزا تر دوه ويشتمې وړاندې د خپل کار نتيجه د انتخاباتو خپلواک کميسيون ته وړاندې کړي.
XS
SM
MD
LG