د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د خوګياڼو قومونو د ډاکټر اشرف غني احمدزي ملاتړ اعلان کړ


د ننګرهار د خوګياڼو ولسوالۍ په زرګونو تنو د افغانستان د ولسمشرۍ د دويم پړاو په ټاکنو کې د داکټر اشرف غني احمدزي نه د يوې غونډې په ترڅ کې خپل ملاتړ اعلان کړو.

د ننګرهار د خوګياڼو ولسوالۍ په زرګونو تنو د افغانستان د ولسمشرۍ د دويم پړاو په ټاکنو کې د داکټر اشرف غني احمدزي نه د يوې غونډې په ترڅ کې خپل ملاتړ اعلان کړو.


د ډاکټر اشرف غني احمدزي په ملاتړ دغه غونډه چې د جلال اباد اباد ښار په يوه مقامي هوټل کې د پنجشنبې يا زيارت په ورڅ تر سره شوه، د ننګرهار ولايتي شورا ته بريالي وکيل جاويد زمان رابللې وه، چې د خوګياڼو ولسوالۍ په سلګونو تنو قومي مشرانو، او د ننګرهار د ځوانانو او بيلابيلو مدني ټولنو استازو په کې برخه اخيستې وه.

غونډې ته د خوګياڼو ولسوالۍ يو تن قومي مشر ملک شاه جهان پرانستونکي وينا واوروله، نوموړي په خپلو خبرو کې يو وويل:

« موږه په مجموع کې د افغانستان ټولو رهبرانو ته احترام لرو، موږ تعصب نه کوو، موږ هغه چا ته رايه ورکوو چې علميت ورسره اضافه وي، د نړۍ په سطحه د هغه پالیسي روښانه وي، په هر څه کې د هغه تجربه زياته وي، نو موږ او تاسو ته دغسې يو څوک په لاس راغلی دی چې بايد موږ د دغې موقع نه په استفادې سره ډاکټر اشرف غني خپل زعيم وټاکو.»

د ننګرهار د ځوانانو د يوې ټولنې فعال غړی احمد بختيارمشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې په اوسنيو شرایطو کې يوازې ډاکټر اشرف غني کولای شي چې افغانستان له کرګيچونو راوباسي.

« زموږ د ځوانانو د ټولنې غړي د ننګرهار د مختلفو ولسواليو څخه دلته راجمع شوي يو او ټول له ډاکټر صیب اشرغني څخه ملاتړ اعلانوو، زما په خپل اند باندې يوازينی شخص په دې حالاتو کې ډاکټر اشرف غني احمدزی دی چې ملک د دغې اوسني بحران نه د پرمختګ پر مخ باندې بوځي.»

جاويد زمان د غونډې له ګډونوالو تعهد واخيست چې خپله رایه به د ډاکټر اشرف غني احمدزي ته ورکوي.

« زموږ مشرانو دا وطن د سر په قيمت ساتلی او موږ او تاسو به يې په خپلو رايو ساتو، زموږ او تاسو د ټول به خپلې رایې ډاکټر اشرف غني احمدزي ته ورکوو.»

د ډاکټر اشرف غني احمدزي د کمپاين وياند صديق پتمن له جاويد زمان نه مننه وکړه چې ولسونه يې د ډاکټر اشرغني احمدزي ملاتړ ته هڅولي دي:

« نن جاويد زمان د يوه زمري په حيث خپل ملاتړ اعلان کړ د ډاکټر اشرف غني احمدزي نه، زه د تحول او تداوم د ټيم په استازيتوب له دوی نه مننه کوم او د تعظيم سر ورته ټيټوم.»

ټاکل شوې چې د افغانستان د ولسمشرۍ لپاره د دويم پړاو ټاکنې د جوزا په څلرويشتمه نيټه چې د جون د مياشتې د څوارلسمې نيټې سره برابره ده، ترسره شي. په دې ټاکنو کې ډاکټر اشرف غني احمدزی او ډاکټر عبدالله عبدالله يو بل ته په مقابله کې ولاړ دي.
XS
SM
MD
LG