د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار:د شينوارو قومونو له اشرف غني سره ملاټړ وښود


په ننګرهار کې د شينوارو د شپږو ولسواليو قومي مشرانو د سیشنبې یا نهې په ورځ د افغانستان د ولسمشريزو ټاکنو په دويم پړاو کې د ډاکټر اشرف غني احمدزي نه ملاتړ اعلان کړ.

په ننګرهار کې د شينوارو د شپږو ولسواليو قومي مشرانو د سیشنبې یا نهې په ورځ د افغانستان د ولسمشريزو ټاکنو په دويم پړاو کې د ډاکټر اشرف غني احمدزي ملاتړ اعلان کړ.


د افغانستان ولسمشرۍ ته د نوماند ډاکټر اشرف غني احمدزي په ملاتړ ياده غونډه په جلال اباد ښار کې د نهې په ورځ جوړه شوې وه چې د شينوارو د شپږو ولسواليو قومي مشرانو په کې ګډون کړی او ټولو يې د ټاکنو په دويم پړاو کې د ډاکټر اشرف غني احمدزي سره خپل ملاتړ وښود.

په ننګرهار کې د شينوارو د قومونو د دفتر مسوول او د ډاکټر اشرف غني احمدزي د ټاکنيز کمپاين غړي فضل خالق شینواري د يادې غونډې په اړه مشال راډيو سره په خبرو کې وويل:


« نن د شينوارو د شپږو ولسواليو د مشرانو غونډه ده. د دې لپاره چې د ډاکټر اشرف غني احمدزي نه ملاتړ وکړو او د هغه لپاره په منظم ډول کمپاين وکړو. او وکولای شو چې په راتلونکي کې د افغانستان لپاره او د دې ټولنې لپاره خپلې هغه انتهايي هلې ځلې سر ته ورسوو.»

د سيپاي قوم د حيدرخيلو د قوم مشر حاجي صادق وايي چې د سيپای غټو قومونو په ګډه پريکړه کړې چې د دويم پړاو په ټاکنو کې به ډاکټر اشرف غني احمدزي ته خپلې رايې ورکوي.

« د سيپای درې څلور غټو قومونو چې حيدرخيل، ديندار خيل او بابرخيل په اتفاقي ډول پريکړه کړې چې دوی به په دويم دور کې خپله رايه ډاکټر اشرف غني احمدزي ته ورکوي. او دا پريکړه يې نه د ژبې په بنياد کړې ده، نه يې د سمت په بنياد کړې ده، دا يې د تيرو اعمالو او راتلونکو اهدافو په بنياد کړې ده.»

د شینوارو د بابرخيلو قومي مشر حاجي خوشحال وايي چې د ټاکنو په دويم پړاو کې به ښځې او سړي په په يوه اتفاق سره ډاکټر اشرف غني ته رايې ورکوي.

« موږ په اول پړاو کې هم خپله رايه ډاکټر اشرف غني احمدزي ته ورکړې ده او په دويم پړاو کې به هم له ډاکټر اشرف غني احمدزي نه دفاع کوو او موږ به په اتفاق سره نارينه او زنانه خپلې رايې ورکوو.»

د یادولو ده چې له کله نه چې د دويم پړاو د ټاکنو کمپاين پيل شوی، په ننګرهار کې ميشتو بيلابيلو قومونو د ډاکټر اشرف غني احمدزي نه خپل ملاتړ اعلان کړی دی.

تاکل شوې چې د انتخابات د دويم پړاو ټاکنې به د جوزا په څلرويشتمه نيټه چې د جون د مياشتې څوارلسمې نيټې سره سمون خوري، تر سره شي.
XS
SM
MD
LG