د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوڼړ کې پاکستانیو راکټي بریدونه مالي زیانونه اړولی

د افغانستان د کونړ ولايت چارواکي وايي چې نن (سېشنبه) سهار په شیګل او دانګام ولسوالیو د پاکستان له خوا په راغورځول شوو راکټونو کې يوه ښځه ټپي شوي. د دي ولایت امنیې قومندان عبدالحبیب سید خیل مشال راډيو ته وویل چې پدې بریدونو کې ډيرو خلکو ته مالي زيانونه اوښتي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون د دوشنبې پر ورځ د افغانستان د بهرنيوو چارو د وزارت وياند احمد شکيب مستغني کابل کې خبریالانو ته وويل چې کوشش کوي دې مسلې ته سفارتي حل راوباسي، بيا به يې په نړيوال کچه راپورته کړي او که بياهم دا بريدونه ونه دريدل نو مجبوره دي چې د پاکستان په وړاندې پوځي ځواب ووايي.

بلخوا پاکستان تور لګوي چې له کونړه پر دوی وسله وال بريدونه کيږي خو افغان چارواکي دا نه مني.

د افغان ولسمشر حامد کرزي له دفتره پرونۍ خبرپاڼه کې بيا راغلي چې د وزيرانو شورا د پاکستاني راکټونو په اړه د امريکا او افغانستان ترمنځ د ستراتيژيک تړون په رڼا کې د واشنګټن د موقف وضاحت غوښتی او پوښتنه يې کړي چې ولې په دې اړه غبرګون نه ښئ.
XS
SM
MD
LG