د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست:سلګونه مستحقینو ته نمرې وویشل شوې


د شنبې په ورځ د خوست د ازادۍ مینې په ساحه کې هغه ۶۸۱ کورنیو ته د کورونو له پاره ځمکې وویشل شوې، چې دوی نهه کاله مخکې د یاد ولایت د ښاروالۍ ریاست څخه د نمرو اسناد ترلاسه کړي ول

د شنبې په ورځ د خوست د ازادۍ مینې په ساحه کې هغه ۶۸۱ کورنیو ته د کورونو له پاره ځمکې وویشل شوې، چې دوی نهه کاله مخکې د یاد ولایت د ښاروالۍ ریاست څخه د نمرو اسناد ترلاسه کړي ول او په دې اوږدو کالونو کې يې تل د ځايي ادارې څخه د خپلو نمرو د توزیع غوښتنه کوله.


د خوست د ازادۍ مینې د استوګنې پروژه، چې نهه کاله وړاندې دوولس سوه کورنیو ته ویشل شوې وه او مستحقینو يې ټاکلي پیسې هماغه وخت د ښاروالۍ حساب ته تحویل کړې وې، یوه برخه يې چې بي او سي ساحه بلل کیږي او ۶۸۱ نمرې ځمکه په کې ده، خو د ځنو حکومتي مسوولینو او ادارو د مداخلو له کبله د توزیع کولو پاتې شوې وه، د خوست د محلي ادارې په هلو ځلو د یادې اوږدې ستونزې تر ختمولو وروسته بالاخره خپلو مستحقینو ته وویشل شوه.

خوست والي عبدالجبار نعیمي د شنبې پر ورځ د نمرو د ويش په ځای کې مشال راډیو ته وویل، چې پخوانیو والیانو د نمرو مستحقینو ته یوازې اسناد ورکړي ول، ځمکه يې نه وه ورکړې، سره له دې چې په اړه يې د ولسمشر فرمان هم شتون لاره، چې د دوی د ادارې په پرله پسې هلو ځلو دا ستونزه غوڅه شوه او د کورنو نمرې خپلو مستحقینو ته وویشل شوې:

((په ازادۍ مینه کې د مستحقینو د حقوقو په پوره کولو بې حده ډېر خوشاله یم، دا د خوست مخکینیو والي صایبانو چې په کې معراج الدین پټان صیب او ارسلا جمال صیب دي، ویشل شوې وې، دوی دا نمرې مامورینو، دیني عالمانو، مشرانو او ځايي اوسیدونکو ته ویشلې وې، په هغه وخت کې دوی ته صرف اسناد ورکړل شوې وو، حقوق نه وو ورکړل شوي، د دې په یوه حصه کې ۶۸۱ نمرې دي، دا چې دا نمرې عملاً ورکړل شوې نه وې، متاسفانه سره ددې چې د جناب رئیس جمهور حکم درلودی ولې په تطبیق کې ځني خنډونه وو، او ځنې بې ځایه مداخلې وې.))

د ازادۍ مینې د بي او سي د ساحې د نمرو دوه تنه مستحقین الیاس خان او ریاض مشال راډيو سره په خبرو کې د خوست د اوسنۍ سیمه ییزې ادارې د چارواکو د هلوځلو قدرداني وکړه، چې په یاده سیمه کې يې د نمرو د ساحې جنجال پای ته ورساوه او دوی ته يې خپلې نمرې وویشلې:

((۱-دا نهه کاله کیږي، چې موږ ته نمرې ویشل شوې وې، خو په مختلفو پلمو تر اوسه موږ ته نوې توزیع شوې، نن دا دی په عملي توګه دا نمرې موږ ته توزیع کیږي، موږ په دې کار کې د والي صیب او نورو چارواکو څخه چې په دې کې يې ډېرې هلې ځلې کړي دي ډېره مننه کوو.

۲-موږ د ولایتي ادارې نه ډېره مننه کوو، چې موږ ته يې خپلې نمرې راکړې، ډېر مخکې موږ ته ښاروالۍ ریاست د بانک اویزونه راکړي وو، خو کار يې پاتې وو اوس موږ ته والي صیب، قومي مشرانو او چارواکو راته خپلې نمرې توزیع کړلې.))


د خوست د ازادۍ مینې د بي او سي د ساحې نمرې داسې مهال توزیع کیږي، چې د خوست چارواکو ژمنه کړې، چې ډېر ژر به د ښار د دې ساحې په پروژه کې د سړکونو، ښوونځیو او کلینکونو په شان یو شمېر ټولګټي پروژې هم پلي شي.
XS
SM
MD
LG