د لاسرسي ځای

تازه خبر

نواز شریف د قبایلي سیمو او بلوچستان د حالاتو جاج اخیستی دی


د پاکستان وزیراعظم نواز شریف
د پاکستان وزیراعظم نواز شریف

د پاکستاني وزيراعظم نواز شريف په مشرۍ کې د لوړپوړو چارواکو په یوه غونډه کې د قبايلي سيمو او بلوچستان پر امنيتي حالت خبرې اترې شوې دي.

اسلام اباد: د پاکستاني وزيراعظم نواز شريف په مشرۍ کې د لوړپوړو چارواکو په یوه غونډه کې د قبايلي سيمو او بلوچستان پر امنيتي حالت خبرې اترې شوې دي.

د پاکستان سرکاري راډيو وايي چې دا غونډه د جمعې په ورځ ناوخته په اسلام اباد کې شوې ده چې د پاکستاني پوځ او جاسوسي ادارې آی ایس آی کشرانو هم ګډون کړی وو.

دا په داسې حال کې ده چې په شمالي وزيرستان کې د حافظ ګل بهادر وسله والې ډلې له حکومت سره د امن تړون پای ته رسولی دی.

یادې ډلې په سیمه کې د خبردارۍ په وېشلو کاغذونو – پمفټونو - کې د سیمې ولس ته ویلي چې د جون میاشتې تر لسمې نېټې دي له سیمې ووځي.

په وېشل شوو کاغذونو کې ویل شوي چې حکومت په شمالي وزيرستان کې د پوځي عمليات لپاره تياري کوي.
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:13 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG