د لاسرسي ځای

تازه خبر

'افغانستان باید کورنۍ جګړې ته پرېنښودل شي'


ولسمشر بارک اوباما په خپله وینا کې دا خبره ومنله چې افغانستان به ښايي تل یو پرامنه هیواد نه وي ــ خو دا د امریکایانو ذمه واري هم نه ده چې یو پرامنه هیواد ترې جوړ کړي.


امریکايي مجلې پولیټیکو په یوه مقاله کې لیکلي دي، چې امریکایان غواړي جنګونه وګټي او داسې يي وګټي چې څرګند وي. خو کله کله تاریخ مرسته ونکړي او او باید امریکايي قوم په لږ څه رضا شي. داسې چې نه یو شرمونکې ماتې وي او نه یوه ډیره لویه ګټه. دا په کوریا، ویت نام او عراق کې د جنګونو نتیجې وې.


مجله وړاندې لیکي، دا اوس موږ په افغانستان کې له یو داسې صورتحال سره مخ یو. دیارلس کاله د جنګ، د ځواکونو د قربانۍ او او په بیلینونو ډالرو د جنګ لګښت برداښتولو پس ولسمشر اوباما د نهې پر ورځ په خپله وینا کې وویل، چې د ۲۰۱۶ م کال په پای کې به له افغانستانه ټول ځواکونه راوباسي.

مجله لیکي چې امریکا به افغانستان په داسې یو حال کې پرېږدي چې نه طالبان بیا ځواکمن شي، نه هیواد د خانه جنګۍ ښکار شي، او دا هڅه وشي چې دغلته یو پراخه، له قانون سره سم او چلېدونکی حکومتي نظام جوړ کړل شي.

ولسمشر بارک اوباما په خپله وینا کې دا خبره ومنله چې افغانستان به ښايي تل یو پرامنه هیواد نه وي ــ خو دا د امریکایانو ذمه واري هم نه ده چې یو پرامنه هیواد ترې جوړ کړي.
XS
SM
MD
LG