د لاسرسي ځای

تازه خبر

په باميانو کې ايران د خپلو ګټو په لټه کې دی


په باميان کې ځيني ځايي کسان وايي، چې ايران د پرمختګ د پروژو تر نامه لاندې د خپل سياسي نفوذ د خپرولو په لټه کې دی.

په باميان کې ځيني ځايي کسان وايي، چې ايران د پرمختګ د پروژو تر نامه لاندې د خپل سياسي نفوذ د خپرولو په لټه کې دی.


دا هېواد د باميان په مرکز کې د امام خميني په نامه روغتون جوړوي. خلک وايي، دا روغتون د صحي مرستو تر نامه لاندې غواړي په دې ولايت کې د ايران کلتور خپور کړي.

د دې روغتون اعمارله تېرو درېيو کلونو راپه دې خوا ځنډېدلی دی. يوه وجه يې دا ده چې د باميان د والي حبيبه سرابي له خوا له دې کار سره مخالفت ښودل شوی وو. خو اوس د افغانستان د روغتيا د وزارت او په کابل کې د ايران د سفارت ترمنځ د موافقې وروسته به د دې روغتون د جوړېدلو کار ډېر ژر پيل شي.

په دې هکله کارپوه خيرالله حميدي وايي، ايران په تېرو څو کلونو کې د دې ولايت او د سيمي له خلکو سره د ستاينې وړ مرستې نه دي کړي. ده زياته کړه:

″په تېرو څو کلونو کې د ايران د اسلامي جمهوريت کړنې د افغانستان د خلکو لپاره په زړه پورې نه وې.په دې خاطر د مرکزي سيمو خلک له ايرانه ښې خاطرې نه لري.
اوس به هم وليدل شي چې؛ ايران څه کوي خو د ايران د هڅو اصلي انګېزه د خپل نفوذ خپرول دي.″


ويل کيږي، چې پرايران د باميان د خلکو بې اعتمادي دغه هېواد تر اوسه دې ته پرې نه ښود چې په باميان کې خپله قونسلګري جوړه کړي.

درې کاله مخکې، ايران د خانه فرهنګ په نامه د يوې ادارې له خوا د باميان په پوهنتون کې خپل فعاليتونه پیل کړل. وروسته د دې پوهنتون د محصلينو د مخالفت له وجې دغه دفتر وتړل شو.

د دې پوهنتون د استادانو څخه يو امير شريف وايي، له ايرانه د افغانستان او پاکستان د خلکو غوښتنه دا ده چې د بشر دوستۍ د پروژو تر نامه لاندې دی نور فعاليتونه نه پلي کوي. ده زياته کړه:

″د افغانستان د حکومت او د باميان د خلکو غوښتنه دا ده، چې د کومو کارونو ژمنې او موافقې چې دوی زموږ سره کړي وو، هغه کارونه دې په ښه توګه ترسره ورسوي.″

خو په باميان کې د روغتيا رياست مسولين وايي، د ايران سفارت د روغتيا وزارت ته ويلي دي چې دا هېواد به د دې روغتون له جوړېدو وروسته تر پنځوسو کلونو پورې په دغه ځای کې روغتيايي مرستې وکړي. له همدې وجې د دې روغتون د جوړولو کارونه ځنډېدلي وه.

په باميان کې د روغتيا د رياست ريسه ډاکټرې ريحانه حيدري په دې هکله ازادۍ راډيو ته وويل:

″د دې روغتون د جوړېدلو وروسته به تر پنځه کاله پورې ايرانيان روغتيايي خدمات ترسره کوي او له هغه وروسته به زموږ خپل خلک د روغتون د پر مخ وړلو کاري ظرفيت ومومي.″

د باميان سيمه يېز دولتي چارواکي وايي، د افغانستان او ايران ترمنځ د موافقه ليک له مخې به ايران، د دې روغتون له لارې، د روغتيايي کارونو پرته بل هيڅ فعاليت نه لري.

د باميان د والي وياند عبدالرحمان احمدي زياته کړه:

″د هغه موافقه ليک له مخې چې د ايران او افغانستان ترمنځ شوی دی، د دې روغتون هدف خلکو ته روغتيايي خدمات رسول دي او نور هيڅ.دا موافقه ليک دوو هېوادونو لاسليک کړی دی او موږ باوري يو چې؛ دواړه خواوې به دې موافقې ته متعهد پاتې شي. موږ په دې هکله هيڅ اندېښنه نه لرو.″

دا روغتون به ۱۲۰ بستره لري او د ۲۰ میليونه ډالره په لګښت د ايران له خوا په باميان کې جوړيږي.
XS
SM
MD
LG