د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: د باچا خان پر مزار د کمپلېکس جوړيدو لپاره اشر


د تېرې څه مودې راهيسې چې په جلال اباد کې د عدم تشدد فلسفې لاروي او خدايي خدمتګار باچا خان په مزار د کمپليکس د جوړيدو کار پيل شوی، لا هم دوام لري. اکثر وخت په کې ننګرهار ميشتې فرهنګيان د اشر په بڼه هم برخه اخلي.

د تېرې څه مودې راهيسې چې په جلال اباد کې د عدم تشدد فلسفې لاروي او خدايي خدمتګار باچا خان په مزار د کمپليکس د جوړيدو کار پيل شوی، لا هم دوام لري. اکثر وخت په کې ننګرهار ميشتې فرهنګيان د اشر په بڼه هم برخه اخلي.


د سېشنبې يا نهې پر ورځ هم ننګرهار ميشتي فرهنګيان او يو شمير دولتي چارواکي د باچا خان مزار ته ورغلل او د دريم چت په لنټر اچولو کې يې د اشر په بڼه کار وکړ.

اشر د پښتنو داسې يو دود دی چې له پيړيو راهيسې پالل کيږي خو په دې وروستيو کلونو کې لږ کمرنګه شوی، د دغه دود د تازه کولو په خاطر د سيشنبې په ورځ په جلال اباد کې د باچا خان په مزار د دريم چت د لنټر اچولو پر مهال ګن شمير ننګرهار ميشتې فرهنګيان او يو شمير دولتي چارواکي ورغلل او په اشر کې يې برخه واخيستله.

د ننګرهار مرستيال والي محمد حنیف ګرديوال هم يو له هغو و چې په اشر کې يې برخه اخيستې وه. نوموړي مشال راډيو سره په خبرو کې خوښي څرګنده چې د باچا خان په مزار اشر ته راټول شوي ول. نوموړي وويل:

« فرهنګي ورونه چې کومه علاقه د پښتنو د ستر مشر باچاخان بابا سره لري، دوی عملاٌ دا ثابته کړه چې په دې اشر کې او په دې کار کې برخه واخلي. زه د دې ټولو نه خصوصاٌ د فرهنګي ځوانانو نه مننه کوم چې وخت په وخت راغلي او د مزار د جوړيدو پوښتنه يې کړې ده.»

د قبايلي سيمې خيبر ایجنسۍ لنډيکوتل سره تعلق لرونکي شاحسين شینواري هم يو له هغو څخه و چې په دغه اشر کې يې ګډون کړی و. نوموړي مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې باچاخان د لر او بر پښتنو د يو والي علامت دی او دوی به په هر حال کې دا علامت ساتي.
«څو پورې چې د بابا د مزار خبره ده، دا د دې خبرې علامت دی چې لر او بر يو افغان دی، انشا الله چې وخت راتلونکی دی، همدغه ناره چې کومه ده دغې ته به عملي جامه اغوستل کيږي. او د بابا مزار چې کوم دی دا د پښتنو د يو والي علامت دی، او انشاالله چې دا علامت به موږ تر اخره پورې ساتو.»

په ننګرهار کې د افغانستان د نړيوالې رواني ټولنيزې ادارې مسوول عزت الله همدرد وايي چې په دې خاطر يې په اشر کې ګډون کړی چې باچاخان سولې او امن ته ټول ژوند وقف کړی و.

« موږ هم په دې اشر کې نن برخه واخيسته او د خپل وس مطابق مو په کې کار وکړو، دا د ټولو بابا و، د عدم تشدد او سولې لپاره يې کار کړی و او د سولې په ارمان له دې نړۍ نه تللی. د خوشحالۍ خبره دا ده چې نن د دې مزار کار په بنيادي ډول شروع دی او ټولو دوستانو په کې برخه اخيستې ده.»

د باچاخان په مزار د کمپلیکس د جوړيدو د چارو څارونکي ارباب طاهر خوښي څرګنده کړه چې ننګرهار ميشتو فرهنګيانو د بابا د مزار په جوړيدو کې اشر وکړو. نوموړي وويل:

« زه ډيره زياته مننه د ننګرهار د خلکو نه کوم. بعضې وخت کې زموږ سامانونه راشي، نو مزدوران نه وي، هغوی په فیسبوک باندې کمپاين وکړي، بيا ملګري دلته راغلي وي، چا شډلې اوچتې کړي وي، چا لرګي اوچت کړي وي، چا لاس ګاډی روان کړي وي، دا زموږ د ټولو شريک کار دی. دا موږ هيچا ته هم نه پريږدو، ځکه دنيا کې چې څومره امن پسند خلک دي، دا ډ هغو ټولو بابا دی.»

د يادولو ده چې د باچاخان په مزار د کمپليکس چارې د تير يو نيم کال راهيسې په اساسي توګه د عوامي نشنل پارټۍ او افغان دولت په ګډ مصرف پيل شوي او په تيزې سره په مخ رواني دی. په دې کمپليکس کې به د باچاخان موزيم تر څنګ جومات، کتابخونه، د غونډو لپاره هالونه او ميلمستون شامل دي چې د چارو څارونکي وايي چې د ۲۰۱۴ کال تر پای پورې به د کمپليکس چارې په مکمله توګه پای ته ورسيږي.
XS
SM
MD
LG