د لاسرسي ځای

تازه خبر

په مومند اېجنسۍ کې بمي چاودنې شپږ امنيتي سرتيري وژلي دي


په قبايلي سيمه مومند اېجنسۍ کې نن (شنبه)په يوه بمي چاودنه کې د پاکستان د سرحدي ځواک (اېف سي) شپږ غړي وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.

په قبايلي سيمه مومند اېجنسۍ کې نن (شنبه)په يوه بمي چاودنه کې د پاکستان د سرحدي ځواک (اېف سي) شپږ غړي وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.


په سيمه کې د مشال راډيو خبريال وايي دا پيښه د بره مومندو ايجنسۍ په پڼديالې سيمه کې رامنځ شوهبلخوا د پاکستاني پوځ مطبوعاتي څانګې هم د دې پيښې پخلی کړی دی. په چاودنه کې د امنيتي سرتيرو ګاډي هم په بشپړه توګه تباه شوې ده.

د رپورټونو ترمخه د مومند اېجنسۍ په تمانزو سيمه کې تيره شپه يو ښوونځی په بارودي موادو الوزول شوی و چې نن سهار امنيتي سرتيري د عملياتو لپاره دغه سيمې ته روان وو چې دا پيښه وشوه.

د تحريک طالبان پاکستان مومند اېجنسۍ وياند عمر خراساني مشال راډيو ته د ټليفون له لارې د دې پيښې پړه په غاړه اخيستې ده.

بلخوا په اسلام اباد کې نن (شنبه) سهار وختي په دوو بېلا بيلو مارکېټونو کې بمي چاودنو کې يو کس وژل شوی او يو بل ژوبل شوی دی.

پوليس چارواکو نن مشال راډيو ته ويلي چې لومړۍ چاودنه د اسلام اباد په اېف سيکس سپر مارکېټ کې او دويمه په جی ناين مرکز کراچۍ کمپنۍ کې وشوه. په چاودنو کې د سپر مارکيټ يو امنيتي محافظ وژل شوی او يو بل ژوبل دی.

په اسلام اباد کې چاودنې په داسي حال کې شوي چې يو خوا تېرې درې ورځې په قبايلي سيمه شمالي وزيرستان کې د پوځ لخوا د وسله والو په ضد عمليات تر سره شول او بلخوا تيره اونۍ د پاکستان د کورنيو چارو وزير چودري نثار علي خان ويلي و چې د دغه ښار د امنيت لپاره يې کوټلي ګامونه پورته کړي دي.
XS
SM
MD
LG