د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شمالي وزيرستان کې د سهار له اتو بيا د ماښام تر اوو بجو ګرځبنديز لرې کړل شوی


د شمالي وزيرستان پوليټيکل چارواکو د نن(شنبه) سهار له اتو نه د ماښام تر اوو بجو پورې په ګرځبنديز کې د نرمي اعلان کړی دی.

د شمالي وزيرستان پوليټيکل چارواکو د نن(شنبه) سهار له اتو نه د ماښام تر اوو بجو پورې په ګرځبنديز کې د نرمي اعلان کړی دی.


پوليټيکل چارواکو نن مشال راډيو ته وويل چې د ماښام اووه بجو پوري به ټولې لارې د تګ راتګ لپاره خلاصي وي.

چارواکي وايي، د شمالي وزيرستان کجوري چيک پوسټ به ماښام شپږ بجې د عامو خلکو لپاره تړل کيږي.

دا په داسي حال کې ده چې په شمالي وزيرستان کې پاکستاني جيټ الوتکو د وسله والو پر پټځايونو تيرې درې ورځې بمباري وکړه. ځايي اوسيدونکو مشال راډيو ته ويلي چې په تېرو دريو ورځو بمباريو کې يې کورونه او بازارونه تباه شوي دي.

د پاکستاني پوځ د مطبوعاتو څانګې ادعا کړې چې په دغو بمباريو کې يې تر ۷۲ زيات وسله وال وژلي دي او بلخوا د پوځ د يو مېجر په ګډون څلور پاکستاني عسکر هم وژل شوي دي. ځايي ولس بيا وايي چې په بمباريو کې يې سر او مال ته زيان اوښتی دی.
XS
SM
MD
LG