افغان ولسمشر حامد کرزي په هرات کې د هند پر کونسلګرۍ بريد په سختو ټکوکې غندلی او دا يې د افغانستان، هند او د دوی د ګډو ګټو په ضد ګام بللی دی.
ولسمشر کرزي دا څرګندونې نن د هند لپاره نامزد وزيراعظم نريندر مودي ته د ټليفون کولو پر وخت وکړې. مودي د افغان ځواکونو لخوا د بريد په ناکامه کولو باندې د ولسمشر کرزي مننه وکړه.
نن (جمعه) سهار وختي د ځانمرګو بريدکوونکو په ګډون لږ تر لږه څلورو وسله والو په هرات کې د هند پر قونسلګرۍ برید وکړی چې په اتومات وسلو او راکټونو سنبال ول خو د افغان پوليسو په وينا تر اوږدې جګړې وروسته يې ټول بريد کوونکي ووژل او د قونسلګرۍ ټول کارکوونکې يې په خوندې توګه له ودانۍ څخه وايستل.
د هند د بهرنيو چارو د وزارت وياند سيد اکبرالدين هم ويلي چې د دوی ټوله سفارتي عمله خوندې ده.
((زه تاسو ته تاييدوم چې په هرات کونسلګرۍ کې ټول هندوستانيان خوندې دي. د بهرنيو چارو د سېکرټري شجاتا سنګ په ګډون ټول مشر ډپلوماټان حالت څاري او له خپلو افغان سيالانو سره په پرلپسې تماس کې دي.))
د افغان چارواکو په وينا په بريد کې دوه پوليس ټپيان شوي دي.
بلخوا د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت هم په يو بيان کې دا بريد غندلی دی.
په هرات کې د ننني بريد پړه تر دې دمه چا په غاړه نه ده اخيستې خو نوي ډیلي تر دې مخکې د پاکستان امنیتي ادارې په افغانستان کې پر هندي اهدافو په بریدونو تورنې کړې دي.