د لاسرسي ځای

تازه خبر

" له افغانستانه د نړيوالو ځواکونو وتل تر وخت مخکې دي"


د ازبکستان ولسمشر اسلام کريموف وايي، د ده په نظر له افغانستانه د نړيوالو ځواکونو د وتلو پلان تر وخت مخکې دی.

د ازبکستان ولسمشر اسلام کريموف وايي، د ده په نظر له افغانستانه د نړيوالو ځواکونو د وتلو پلان تر وخت مخکې دی.


کريموف په شانګهای کې د سيکا يا په اسيا کې د متقابلو همکاريو او اعتماد جوړولو د کنفرانس په سرمشريزه کې وويل:

"تر کومه ځايه چې له افغانستانه د نړېوالو ځواکونو له وتلو سره اړه لري په دغه هېواد کې حالات په داسې ډول پر مخ روان دي چې؛ ظاهراً د نړېوالو ځواکونو د وتلو لپاره په ټاکل شوي وخت کې، چې د ۲۰۱۴ کال پای دی، بدلون ته اړتيا ده."

د ازبکستان رسنيو د سېشنبې پر ورځ ويلي وو چې د دغه هېواد ولسمشر اسلام کريموف به په شانګهای کې د اسيا د متقابلو همکاريو او اعتماد جوړولو کنفرانس ته په وينا کې د افغانستان د حالاتو او انکشافاتو په اړه خپل نظر څرګند کړي.

ښاغلي کريموف وويل؛ چې په افغانستان کې سوله له پوځي لارې نه راځي:

"دا به پخه خبره وي چې، ووايو نن ټول لوري د افغانستان د کړکېچ د حل کولو په اړه په يوه مساله کې هم نظره دي او هغه دا ده چې په افغانستان کې سوله له پوځي لارې لاس ته نه راځي."

ده همداراز وويل، چې يوازينۍ عاقلانه لار دا ده چې د ستونزې سياسي حل لارې ته پام وشي د سوله ييزو خبرو او د ټولو مخالفو خواوو ترمنځ د نظريووالي رامنځته شي او يوه داسې حکومت جوړ شي چې د افغانستان د قومونو استازي وي.

اسلام کريموف زياته کړه، ازبکستان، چې د افغانستان يو ګاونډي هېواد دی خپله پاليسي په دې اساس جوړه کړې چې د دغه هېواد په کورنيو چارو کې به لاسوهنه نه کوي؛ دوه اړخيزې همکارۍ به پراخوي او د افغانستان له هغه حکومت سره به مرسته کوي چې افغانانو انتخاب کړي دي.

د ازبکستان ولسمشر همداراز وويل؛ زموږ هېواد باوري دي چې، دا به کاملاً منفي نتيجه ولري چې؛ د خبرو اترو لوري ته مخکې تر مخکې شرطونه کېښودل شي؛ ځکه چې دا کار به نه يوازې د خبرو اترو پروسه ناکامه کړي؛ بلکې يو ځل بيا به د کړکېچ د زياتېدا او د شخړو د دوام سبب شي؛ چې بايد اجازه ورنه کړاي شي.

کريموف د چين د سفر په مهال د دغه هېواد له ولسمشر سره وکتل او د اسيا د همکارۍ او اعتماد رامنځته کولو په کنفرانس کې يې ګډون وکړ.
XS
SM
MD
LG