د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شمالي وزیرستان کې د نور وسله والو د وژلو ادعا


د پاکستان امنیتي چارواکي وایي، په شمالي وزیرستان کې د پوځي عملیاتو پر مهال د یو مېجر په ګډون څلور عسکر او په لسګونه وسله وال وژل شوي دي

د پاکستان امنیتي چارواکي وایي، په شمالي وزیرستان کې د پوځي عملیاتو پر مهال د یو مېجر په ګډون څلور عسکر او په لسګونه وسله وال وژل شوي دي


ځايي پوځي سرچینو مشال راډیو ته وویل، چې په مرانشاه، میرعلي او دته خېل کې لومړی د بمباریو پرمهال اتیا وسله وال وژل شوي او بیا مازیګره مهال په مځکنیو عملیاتو کې شل نور وسله وال هم وژل شوي دي.

د چارواکو په وینا، د مځکنیو عملیاتو پر مهال د پاکستاني پوځ مېجر (جلال) او درې نور عسکر وژل شوي او څلور نور ژوبل دي.

بل پلو د پاکستاني پوځ د اطلاعاتو څانګې په شمالي وزیزستان کې د یو اویا (۷۱) وسله والو د وژل کېدو پخلی کړی دی. خو ځايي خلکو مشال راډیو ته وویل، چې د بمباریو او عملیاتو پر مهال ولسي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتي خو کره شمېره یې تر اوسه نده مالومه.
'ته مړه ورسه د دهشتګردو ټکانې داسې ویشتل کېږي لکه « الیاس خان وژړل» عوام چې یې بربادکړ'
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:11 0:00
د ډاېرېکټ لېنک


ازادو سر چینو هم د پاکستان امنیتي چارواکو د وروستیو ادعاو په اړه څه نه دي ویلي.

عسکري سرچینې وايي چې د شمالي وزیرستان په بېلا بېلو سیمو کې پوځي عملیات لا هم دوام لري.

بلخو د حافظ ګل بهادر وسله والې ډلې ویاند احمدالله احمدي مشال راډیو ته وویل چې دوی د هغه امن تړون ماتولو او یا نه ماتولو په اړه مهمه غونډه کوي چې په ۲۰۰۸م کال کې یې له پاکستاني حکومت سره کړی وو.

د پاکستاني پوځ چارواکي ادعا کوي چې د شمالي وزیرستان د مرکز مېرام شا په مچز، د مېرلي موسکي، اسوړیا اسوخېل ، د تحصیل دتا خېل په دېګان، بویه دتاخېل کې یې د وسله والو پر ټیکانو جنګي الوتکو په په هوايي برید کې خواشا ۷۰ تنه وسله والو ته مرګژوبله اړولې ده. خو ازادو خبرو سرچینو د دغه سرکاري شمېر پخلی نه دی کړی.

د سیمې ځایي خلک وايي، غرمه مهال د میرلي پر تجارتي مرکز پاکستانیو جنګي هېليکوپټرو هوايي برید وکړ، بلخوا د تحصیل دتا خېل دېګان محمد خېل او د میرلي ځینې خلک وايي، چې په دغه بمبار کې د وسله والو تر څنګ ګڼ ولسي وګړي هم مړه ژوبل دي. او یو شمېر کورونه یې وران شوي دي.

د پاکستان پوځ د اطلاعاتو ادارې ای اېس پي ار ادعا کوي، چې د جاسوسي سرچینو پر اساس یې د مشکوکو وسله والو پر ټیکانو هوايي بمبار کړی دی. دوی په خبره په دغه برید کې یې د ځینو مهمو کمندانو په ګډون ۳۲ وسله وال وژلي دي.

عسکري سرچینې وايي، چې د تحریک طالبان پاکستان کمندانان، موسا او صابر او ځینې ازبک وسله والو هم په دغه هوايي یرغل کې ووژل شوي دي.

'ته مړه ورسه د دهشتګردو ټکانې داسې ویشتل کېږي لکه «دلته الیاس خان وژړل» عوام چې یې برباد کړ'


خو د میرلي هورمزي یوه اوسېدونکي الیاس خان په ژړغوني ږغ/غږ مشال راډیو ته وویل،” پر کورونو مو هوايي برید وشو، ښځې او ماشومان مو په کورونو کې اېسار شوي دي، خلک په خپلو کورونو کې په خلوتۍ باندې اېسار شوي دي. لیارې ورباندې بندې شوې دي. راسی وګوری د دهشتګردو ټیکانې داسې ویشتل کېږي لکه «دلته الیاس خان وژړل» عوام چې یې برباد کړ. ته مړا ورسه حال یې وګوره، ټول په لیارو کې مړه پراته دي. «د الیاس ژړا»“


پولیټیکل انتظامیې مشال راډیو ته وویل، چارشنبې پر سهار له پنځو بجو تر ناټاکلي وخت پورې به ګرځبندیز دوام لري.
XS
SM
MD
LG