د لاسرسي ځای

تازه خبر

'افغان او پاکستاني طالبان د القاعده مرستيالې ډلې دي'


تامس جوسي لن ويلي القاعده اوس هم په افغانستان او پاکستان کې يوه مستقله خطره ده خو د ده په وينا دا تنظيم يوازې تر دې هيوادونو پورې محدود نه دی بلکې په بيلا بېلو هيوادونو کې له ځايي اورپکو ډلو سره په مختلیفو بڼو کې کار کوي.


د امريکايې مجلې وال لانګ وال ژورنال مشر مدير تامس د دې هيواد د ولسي جرګې د بهرنيو چارو کميټې ته ويلي، چې په افغانستان او پاکستان کې القاعده لا اوس هم يوه مستقله خطر ه ده.


لانګ وار ژورنال چې د القاعده او ترهګری ضد په باب ځانګړي رپورټونه او څيړنې خپروي د خپل مشر مدير تامس جوسي لن دغه وينا خپره کړې ده.

نوموړي پخپل تفصيلي بيان کې د ولسي جرګې د بهرنيو چارو جرګګۍ ته يو تفصيلي بيان ورکړی دی.

دغه جرګګۍ ته د هغه وینا د ترهګری، په افريقا کې د فعاله القاعده له لوري د اټومي موادو د خوريدو او تجارت د مخنیوي او له دې څخه د امريکا ګټو ته د وروړاندي خطرونو په اړه ده.

تامس جوسي لن جرګګی ته د القاعده د تنظيمي جوړښت، نظريې، ورسره د تړلو ډلو او په افغانستان، عرب هيوادونو، پاکستان ، شام او نورو هيوادونو کې د دې تنظيم د فعاليت په اړه مالومات شريک کړي دي.

نوموړي ويلي القاعده اوس هم په افغانستان او پاکستان کې يوه مستقله خطره ده خو د ده په وينا دا تنظيم يوازې تر دې هيوادونو پورې محدود نه دی بلکې په بيلا بېلو هيوادونو کې له ځايي اورپکو ډلو سره په مختلیفو بڼو کې کار کوي.

ده زياته کړه چې اوس هم القاعده نوي نوي کسان برتي کوي. د ده په خبره داسې برېښي چې په پاکستان او افغانستان کې اوس هم القاعده د خپلو مشرانو يوه جبهه لري چې نومونه او کارونه يې په ډاګه شوي نه دي.

نوموړي د امريکا د دفاع پخواني وزير رابرټ ګېټس له هغې خبري سره اتفاق کوي چې ويلي ول، افغان او پاکستاني طالبان د القاعده مرستيالې ډلې دي.

خو تامس جوسي لن زياتوي چې بايد له دې سره نورې ډلې هم شاملې کړل شي لکه حقاني شبکه، لشکر طيبه،د ازبکستان اسلامي غورځنګ « اسلامک مومنټ آف ازبکستان»، اسلامک جهاد يونين، حرکت الجهاد الاسلامي، حرکت المجاهدين، جېش محمد او لشکر جهنګوي.

د ده په وينا القاعده اوس هم په افغانستان کې فعاله ده چې د کونړ او نورستان په سيمه کې يې مشري فاروق القهتاني کوي. خو د ده په خبره القاعده له کونړ او کوهستان دباندې په نورو سيمو کې هم شته.

د تامس جوسي لن په وينا دا وخت القاعده د لشکر الزل له لارې په افغانستان کې فعاله ده. القهتاني له نورو وسله والو ډلو سره په ګډه په سيمه کې سرګرم دی.

نوموړي زياته کړه چې القاعده پر دې او نورو وسله والو ډلو خپل نفوذ د پټ ساتلو کوشش کوي هم دا وجه ده چې په افغانستان کې د دې ډلي د فعاليت په پراخه کچه جاج اخستل يو ګران کار دی.

تامس جوسي لن جرګګۍ ته دا هم وويل چې القاعده په پاکستان کې اليکټرانکي ورکشاپونه هم لري چرته چې دوی په افغانستان کې د استعمالولو لپاره د نورو وسلو ترڅنګ ماينونه جوړوي.
XS
SM
MD
LG