د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هند نوی حکومت به يوه پرمختللې او غوړېدلې بهرنۍ تګلاره ولري


د هند مېل ټوډې ورځپاڼې په دغه دهيواد کې د بارتيا جنتا پارټۍ لخوا د پارليماني انتخاباتو د ګټلو او د نوي وزيراعظم لپاره د نريندر مودې د انتخاب په اړه مقاله خپره کړې چې ليکي، د هند په پارليماني ټاکنو کې د بهارتيا جنتا پارټۍ لويه بريا پخپله د دې هيواد د بهرنۍ تګلارې نوي لاس ته راوړنې په ډاګه کوي.

د هند مېل ټوډې ورځپاڼې په دغه دهيواد کې د بارتيا جنتا پارټۍ لخوا د پارليماني انتخاباتو د ګټلو او د نوي وزيراعظم لپاره د نريندر مودې د انتخاب په اړه مقاله خپره کړې چې ليکي، د هند په پارليماني ټاکنو کې د بهارتيا جنتا پارټۍ لويه بريا پخپله د دې هيواد د بهرنۍ تګلارې نوي لاس ته راوړنې په ډاګه کوي.


نور هيوادونه دې نتيجې ته رسېدلای شي چې د هند نوی حکومت پياوړې بهرنۍ تګلاره لري او په خپل قوت به د هيواد ګټې خوندې ساتي. لکه څنګه چې په هند کې دننه او دباندې د بي جې پي په اړه فکر کيږي چې دا يوه هندو ملتپاله پارټۍ ده نو له همدې اندازه لګېدای شي چې د مودي په مشرۍ کې به نوی حکومت د خپل فکر او عمل له لارې په پياوړتيا سره خپل ملي اهداف لاس ته راوړي.

ورځپاڼه ليکي، د نړۍ لوی طاقتونه د هند په اړه فکر کوي چې دا هيواد په داخلي ستونزو او داخلي سياست کې دومره ګېر دی چې د بهرنۍ تګلارې په ډګر کې له نړيوالو سره پريکړې ډېر په ځنډ کوي. خو د مودي په اړه فکر کيږي چې هغه يو مضبوط، ژمن او رغنده رهبر دی او د اقتصادي پرمختګ په شمول به په نورو ساحو کې هم پرېکنده فيصلې وکړي.

ورځپاڼه زياتوي چې د لوېديځ په آزاد خياله رسنيو کې پر مودي نيوکې کيږي خو بايد په پام کې ونيول شي چې د هند اکثريت ولس هغه ته رايه ورکړې ده. له همدې کبله به مودي په بهرنۍ تګلاره کې نوښت راولي او د بهرنيو اړيکو په لړ کې به يو فعاله او برلاسې تګلاره خپله کړي.

ورځپاڼه پر مخ ليکي، مودي ته له درو هيوادونو هر يو لکه چين، پاکستان او امريکا سره اړيکو ته کتل پکار دي. يو خوا به پر سرحدونو د چين حضور او عزم ته کتل کيږي او بلخوا به له پاکستان سره د پاليسۍ په اړه جاج اخستل کيږي. که څه هم نواز شريف مودي ته پر انتخاباتو ګټلو مبارکي ويلې او پاکستان ته د راتګ بلنه يې ورکړې خو دا تش يو سفارتي اقدام دی چې د نوم ښه کولو لپاره کړی دی.

ورځپاڼه په پای کې ليکي، له امريکا سره د هند اړيکې ډېرې مهمې دي. د امريکا پارليمان د مذهبي آزادۍ په لړ کې پر مودي امريکا ته پر ورتګ بنديز لګولی و خو اوس ولسمشر بارک اوباما نوموړي ته مبارکي ورکړې او اوس به د اولي درجې ويزه ورکول کيږي خو دا ډول ويزه له مودي سره مخکې تر سره شوی توهين نشي ليرې کولای.
XS
SM
MD
LG