د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سندرو امېل (له استاد ښایسته میر سره خبرې)


د سندرو امېل خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.

په دې خپرونه کې د خیبر پښتونخوا د صوابۍ د موسیقۍ یوه استاد ښایسته میر د هنري خدماتو په اړه مالومات درکوو.

دی نه یوازې سندرې وايي بلکې د موسیقۍ یو شمېر الې هم غږوي.

ښایسته میر استاد وايي، د موسیقۍ هنر یې له خپل پلاره زده کړی دی. دی وايي، په مانېرۍ کې زېږېدلی دی او عمر یې ۶۰ دی.

دی وايي، په پیل کې ورته پلار ډولکۍ زده کړی وو، بیا یې ورته شپېلۍ او سورنۍ زده کړه او تر هغې وروسته یې تبله غږوله.

ښایسته میر استاد وايي چې عمر یې پوخ شو نو هارمونیم غږول یې پیل کړل او دا چې تر یوې مودې یې کلیرنېټ (یو شپېلۍ ډول اله ده) هم غږولې ده.

د ده په خبره، په هغو وختونو کې به دوی په غاړه کې هارمونیم او تبلې ځړولې او په ولاړه به یې په محفلونو کې سندرې ویلې.

د استاد په خبره، په صوابۍ بازار کې خپله دېره لري او هلته دی د موسیقۍ الات مرمتوي.

له استاد ښایسته میر سره د خبرو تر څنګ په خپرونه کې سندرې هم درخپروو.

د سندرو امېل د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.
د سندرو امېل، له هارون باچا سره
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:22:16 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG