د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ننګرهار زندان څخه يو شمير بنديان ازاد شول


د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي د فرمان په اساس د ننګرهار له زندان څخه ۱۵۵ تنه بنديان خوشی کړل شول.

د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي د فرمان په اساس د ننګرهار له زندان څخه ۱۵۵ تنه بنديان خوشی کړل شول.


د زندان چارواکي وايي چې په خوشې کړی شويو بنديانو کې ګڼ شمير سیاسي بنديان وو.


د سیشنبې يا نهې پر ورځ د ننګرهار له زندان څخه ۱۵۵ تنه بنديان د ولسمشر حامد کرزي په فرمان له بند څخه ازاد کړی شول. په دغه راخوشې شويو بنديانو کې له يوه کال قيد نه تر لسو کلونو پورې بنديان موجود وو.

د ننګرهار د عمومي زندان مدير عبدالولي حصارک وايي چې په خوشې کړل شويو بنديانو کې ۱۳۰ تنه سياسي او پاتې يې په جنايي جرمونو ککړ وو چې څلور تنه په کې ښځينه هم شاملې دي. نوموړی وايي:

« د جلالت ماب جمهور ريس د ۱۶ ګڼې فرمان په اساس په دې فرمان کې هغه بنديان چې يو کال قيد ولري هغه بدون له شرطه خوشي کيږي، له يو کال نه تر پينځو کلونو پورې هغه بنديان خوشي کيږي چې سورس يا د بند يوه برخه يې پوره کړي وي. او له پينځو کلونو څخه تر لسو کلونو پورې هغه بنديان خوشي کيږي چې د بند نيمايي يې پوره کړي وي. په دې بنديانو کې طالبان چې د دولت په ضد يې فعاليت کولو هغه هم په کې راغلي دي، اختطاف هم په کې راغلي دي، رهزني هم په کې راغلي دي، قتل هم په کې راغلي دي، بغير د اداري فساد او خشونت عليه زنان ( د ښځو سره تاوتريخوالي) بنديانو نه په دې خوشي کړی شويو بنديانو کې شامل دي چې ۱۳۰ تنه په کې سياسي دي او پاتې يې په جنايي جرمونو ککړ وو.»

پخوا تر دې د ننګرهار په زندان د بنديانو وارثينو دا نيوکې لرلې چې ګوندې د بنديانو قضيې په کلونو کلونو نه څيړل کيږي اود خپل راتلونکې په اړه بې سرنوشته شپې او ورځې تيروي. خو د ننګرهار د استناف څارنوالۍ د عمومي نظارت څارنوال عبدالحق حيدري وايي چې په ټول زندان کې ورسره داسې قضيه نه شته چې څيړل شوي نه وي. دی وايي:

« داسې اشخاص چې د توقيف او تحقيق په قانوني ميعاد کې د ده تحقيق تر سره شوی نه وي، هاغسې قضايا بلکل نشته. خو داسې قضايا شته چې کله سترې محکمې ته ځي، هغه په ارسال او مرسول کې واقع کيږي، په هغې اعتراض کيږي، بيرته ځي او راځي، د هغه لپاره د قانوني جزايي موقت د ۳۶ مې مادې مطابق پينځه مياشتې د حکم د صدور صلاحيت لري، نو په دغه کې يو کال يو نيم کال پاتې کيږي، دا د سترې محکمې د صلاحيت په چوکاټ کې قرار لري.»

ازاد کړی شوي بنديان خوشحاله وو چې د بند له سختيو څخه يې نجات وموند، يو تن يې مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې له دې وروسته به خپل هيواد ته خدمت کوي او خپلو بچو ته به حلاله روزي پيدا کوی.

« نوم مې فريد الله دی د پلار نوم مې عبدالله دی. د کوټ ولسوالۍ اوسيدونکی يم. په درې کلونو کې مې څوارلس مياشتې تيرې کړي او دوه کاله راته عفوه راکړل شوه. جرم مې سیاسي وو، او اوس چې ووتلم، نو خپل وطن ته به د اسلام په رڼا کې خدمت کوم، خپل اولاد ته به حلاله نفقه پيدا کوم او دومره خوشحاله يم لکه د اختر ورځ چې وي.»

د ننګرهار د زندان چارواکي وايي چې دا مهال د ننګرهار په زندان کې ۱۶۳۵ تنه سیاسي او جنايي بنديان شتون لري چې ۲۵ يې په کې ښځينه دي.
XS
SM
MD
LG