د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست په ۷۳ کلیو کې سل پروژې پلي کیږي


د خوست ولایت چارواکي وايي، چې په نږدې راتلونکې کې به د یاد ولايت په يو شمېر ولسواليو کې د ملي پيوستون د برنامې له لارې د څه دپاسه ۹۷ میلیونه افغانیو په لګښت تر سلو زیاتې کلیوالي پروژې پلي شي.

د خوست ولایت چارواکي وايي، چې په نږدې راتلونکې کې به د یاد ولايت په يو شمېر ولسواليو کې د ملي پيوستون د برنامې له لارې د څه دپاسه ۹۷ میلیونه افغانیو په لګښت تر سلو زیاتې کلیوالي پروژې پلي شي.


د چارواکیو په وینا دا سل پروژې به د خلکو په خوښه په ۷۳ کلیو کې ترسره شي.

ملي پیوستون پروګرام د کلیو پراختیا وزارت په چوکاټ کې د افغانستان د کلیو په کچه یوه ملي برنامه ده، چې خلک د کلیوالي شوراګانو له لارې خپلو لومړیتوبونو او اړتیاوو ته په کتو پروژې په ګوته کوي او وروسته یاده برنامه د کورنیو د شمېر په تناسب کلیو ته فنډ ورکوي او ټاکل شوې پروژې پلي کوي.

د خوست د ولایت مقام د عامه اړیکو مسوول بریالي روان د شنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل، چې د کلیوالي پروژو څخه يې موخه داده، تر څو له یوې خوا خلکو او ځوانانو ته د کار کولو زمینې برابرې شي او بلخوا د کلیو په کچه د خلکو هغه اړیتاوې او ضرورتونه بشپړ شي، چې د کرهڼې، اوبو، کلیوالي سړکونو، د خوړونو په امتداد کې د استنادي دیوالونو، ویالو او کاریزونو د کیندلو په برخو کې يې لري.

نوموړي وویل، چې ډېر ژر به د خوست ولايت په يو شمېر ولسواليو کې د څه د پاسه ٩٧ميليونه افغانيو په ارزښت په ٧٣ کليو کې تر سلو زياتې دا ډول مهمې پروژې پلې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي .

بریالي روان وویل، چې د یادو پروژو فنډ افغانستان بانک ته رسیدلی او ژر به يې کارونه عملاً پیل شي:

((يادو پروژې بودجه افغانستان بانک ته رسيدلې چې د کليو پراختيا رياست د پلان او د ولايت مقام د هدايت سره سمې به يې چارې پيل شي، چې په دې سره به له يوې خوا د سيمې د خلکو ستونزې هوارې شي او بل لوري ته به خلکو ته د کارکولو زمينه مساعده شي.))

د يادونې وړ ده، چې دا مهال په خوست ولايت کې د سيکا-ختيز او د ټولنې د نښلونې د موسسې په مالي لګښت سره د ګڼ شمېر پروژو چارې تر کار لاندې دي، چې چارواکي يې په امنيت او حکومتدارۍ باندې اغېزې مثبتې ګڼي.
XS
SM
MD
LG