د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د هند نوي وزيراعظم ته د دورې بلنه ورکړې


د پاکستان وزيراعظم نوازشريف د هند نوي ټاکل کېدونکي وزيراعظم نريندر مودي ته ټيلي فون کړی او په انتخاباتو کې يې په بريا د مبارکۍ تر څنګ نوموړي ته د پاکستان د دورې بلنه ورکړې.

د پاکستان وزيراعظم نوازشريف د هند نوي ټاکل کېدونکي وزيراعظم نريندر مودي ته ټيلي فون کړی او په انتخاباتو کې يې په بريا د مبارکۍ تر څنګ نوموړي ته د پاکستان د دورې بلنه ورکړې.


په بهرنيو او امنيتي چارو کې د پاکستان د وزيراعظم سلاکار سرتاج عزيز دا خبره رويټرز خبري اژانس ته کړې ده. نوموړي زياته کړې چې که څه هم د مودي راتګ به وخت اخلي خو بلنه پر ځای ده.

بل پلو د پاکستان د واکمن مسلم ليګ نواز ګوند وياند طارق عظيم د جمعې پر ورځ رويټرز خبري اژانس ته ويلي دي:

((د پاکستان وزيراعظم نوازشريف د هند د وزيراعظم د څوکې لپاره نامزد نريندر مودي ته د جمعې په ماځيګر ټيلي فون وکړی او په انتخاباتو کې يې په اکثريت ترلاسه کولو ورته مبارکې وويل. موږ هيله لرو چې دا ګام به د هند او پاکستان ترمينځ د اړيکو يو نوی باب پيل کړي.))

طارق عظيم زياته کړې چې له هند سره يو شمير مسلې لري خو جنګ د دې حل نه دی او اوس د خبرو اترو وخت دی چې دا مسلي حل کړل شي. بلخوا د بهارتیا جنتا پارټۍ يوې ویاندې نرملا ستاره من څو ورځې وړاندې له مشال راډيو سره په خبرو کې ويلي و چې له افغانستان سره به مرستو ته دوام ورکړي او له پاکستان سره پرامنه تعلقات غواړي.

د جمعې پر ورځ د هند د شپږو اونیو عمومي انتخاباتو ابتدایي نتیجو وښودله چې بهارتیا جنتا ګوند (BJP) په تیرو دېرشو کلونو کې د لومړي ځل لپاره په پارلمان کې د یوه ګوند اکثریت وګاټه.

د هند واکمن کانګرس ګوند د دې هېواد له خپلواکۍ راهیسې زياتره وخت په واک کې پاته شوی و خو دا ځل یې سخته ماتې وخوړله او د ګوند مشرانو د ماتې پړه په خپل ځان واچوله. د کانګرس ګوند مشرې سونیا ګاندي او د هغې زوي راهول ګاندي وویل چې دوی په انتخاباتو کې د دغې سختې ماتې ملامت یا پړه دي.

بلخوا د بهارتیا جنتا ګوند مشر نریندر مودي د جمعې په ورځ ويلي، دی به د ټولو هندیانو د ښیګڼې لپاره کار وکړي.
XS
SM
MD
LG