د خېبر پښتونخوا په بنو کې پولیس وايي، چې نن د جمعې پر ورځ غرمه مهال په یوه موټر سایکل کې له اېښودل شوو باروتو په چاودنه کې د درو پولیس سرتېرو په ګډون اته تنه ژوبل شول.
پولیس وايي، چې په چاودنه کې نژدې پنڅه کلوګرامه باروت کارول شوي دي. تر اوسه چا د برید پړه نه ده منلې خو بنو د پښتونخوا صوبې یو له هغه ښارونو دی چې بیا بیا د ترهګرۍ بریدونه پکې ترسره کېږي.
بلخوا په سوات کې وسله والو د مصالحتي کمېټۍ غړی وژلی دی.
په سوات پولیسو مشر شېر اکبر خان نن مشال راډیو ته وویل، د بخت روان په نوم دا کس تېر ماښام د مېنګورې په کڅ سړک د خپل کور پر لوري روان وو چې وسله والو ورباندې ډزې وکړې.
بخت روان د بڼ تاڼې د مصالحتي کمېټۍ غړی وو او د وژنې پړه یې لا چا نه ده منلې.