د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې یوازې انتخابات نه، ټول ډیموکراټیک نظام له ستونزو ډک دی


قانون پوه او د بشري حقونو فعال ای اې رحمان د پاکستان تحریک انصاف په مشرۍ د ځینو ګوندونو او ډلو هغه احتجاج ته په مثبته سترګه ګوري چې دوی د تېر اتوار یا یکشنبې پر ورځ وکړ.

قانون پوه او د بشري حقونو فعال ای اې رحمان د پاکستان تحریک انصاف په مشرۍ د ځینو ګوندونو او ډلو هغه احتجاج ته په مثبته سترګه ګوري چې دوی د تېر اتوار یا یکشنبې پر ورځ وکړ. دی وايي، که څه هم له دې کاره د تحریک انصاف موخه د میا نواز شریف یو کلن حکومت هدف ګرځول دي خو اوږد مهاله هدف یې د پاکستان جمهوري نظام دی.


په دې لړ کې دلایل ساده دي. یانې د حکومت قانوني حیثیت سم نه دی ځکه چې د ۲۰۱۳ز کال انتخابات راڼه نه ول. د لیکوال په خبره، د مخالفو ګوندونو بل دلیل دا دی چې پاکستان ډیموکراسۍ ته نه بلکې خلافت ته ضرورت لري.

د لیکوال په اند، که ډیموکراسي په دې دلیل رده کړل شي چې د ولس له عقیدو سره سمون نه خوري، او یا هم د پوځ مشران د هېواد سمون نسخه تجویز کړي نو نیتجه یې یوه وي، او هغه په یو نه یو شکل کې د جابرانه نظام راتګ وي.

ای اې رحمان وايي، هېڅ کس دا دعوه نشي کولای چې په پاکستان کې اوسنی نظام ډیموکراټیک دی او یا هم د ولس ارمانونه پوره کوي. دی وايي، اصلي ستونزه دا ده چې په پاکستان کې داسې هڅې شوې دي چې پر یوې داسې ټولنې دې جمهوریت یا ولسواکي وتپل شي چې د ډیموکراسۍ ضد ارزښتونو یا اقدارو په حصار کې راګېره ده.

د ده په اند، په تېرو کلونو کې د مذهبي فکر پراخېدلو په ټولنه کې توازن تر مرګونې حده کم کړی دی. د انساني ټولنې ذهانت دا دلیل ردوي چې سیاسي نظام دې د خلکو له پوهې یا پوهاوي لوړ وي. همدا لامل دی چې باید د دولت جوړښت د داسې بدلونونو په راوستو کې رول ولوبوي چې خلک د مساوات، ازادۍ او ټولنیز عدالت یا انصاف نظریې ومني او بیا د ډیموکراسۍ لپاره لار برابره شي.

ای اې رحمان لیکي، که دا کار ونشي نو له ډیموکراسۍ پرته چې بل هر نظام راشي هغه به هم له ټګیو او درغلیو ډک وي او د خلکو خراب برخلیک به لاپسې خراب کړي.

د ده په خبره، د پاکستان فرهنګ یا کلتور تر اوسه د رڼو انتخاباتو اجازه نه ده ورکړې. په هغه هېواد کې چې هر ځل انتخابات شوي دي په هغو کې بې قاعدګۍ موجودې وې.

ای اې رحمان لیکي، دا ډېره ګرانه خبره ده چې په انتخاباتو کې دې ایسټیبلېشمنټ لاسوهنه ونکړي، خو که لاسوهنه ونلري هم نو نوماندان او د هغوی ملاتړي د بریا ترلاسه کولو لپاره ټولې ناسمې لارې کاروي.

د لیکوال په اند، د پاکستان د انتخاباتو په کمېسیون کې ستونزې یو خوا، په هغه هېواد کې سمه، رڼه او کره سرشمېرنه هم نشي کېدای، د هغه هېواد د قامي اسمبلۍ څوکۍ هم د صوبو تر منځ په سم ډول نه دي وېشل شوې، په اساسي قانون کې د نوماندۍ وړ کېدو مادې یانې ارټیکل ۶۲ او ۶۳ هم تاواني دي، په سینېټ کې د جوماتونو ملایانو یا خطیبانو ته له ټیکنوکراټانو سره برابرې څوکۍ ورکول او په عملي ډول، بزګرانو، کارګرانو او بې وزله خلکو ته په عمومي ډول د استازیتوب نه ورکول – دا ټول هغه څه دي چې د پاکستان ډیموکراټیک نظام یې خراب کړی دی.

ای اې رحمان زیاتوي، د دې مسلو هواري تر ټولو غوره لار دا ده چې ټول سیاسي ګوندونه او مدني ټولنې یوه کمېټي جوړه کړي او یو سم انتخاباتي نظام جوړ کړي.
XS
SM
MD
LG