د لاسرسي ځای

تازه خبر

په هنګو کې وسله والو د یو سکول دوه ښوونکي وژلي دي


د خيبر پښتونخوا په هنګو کې وسله والو د يو سرکاري سکول دوه استادان وژلي دي.

د خيبر پښتونخوا په هنګو کې وسله والو د يو سرکاري سکول دوه استادان وژلي دي.
د هنګو تاڼې مشر، ايس، ايچ او اسلم خټک مشال ريډيو ته وويل دا پيښه نن (سېشنبه) په بهادرګړۍ کې هغه مهال رامنځته شوه چې د دغه ځای د اول نمبر ګورنمنټ های سکول استادان نامعلومو وسله والو په نښه کړل.


تر اوسه د دې پيښې ذمه واري چا پر غاړه نه ده اخيستې، چارواکي وايي د برېدګرولټون يې پیل کړی دی.

په یوه بله پېښه کې د مومند ایجنسۍ په ساپو تحصیل کې د سېشنبې ورځ د ماین له یوې چاودنې د کاڼو یو سوداګر وژل شوی، د هغه درایور او یو لاروی ماشوم سرسري ژوبل دي.

د سیمې یو اوسېدونکی ګل شاه ساپی چې د پېښې پر ځای موجود وو، مشال راډيو ته وویل، چې د کاڼو سوداګر ۳۵کلن جهانګیر هغه مهال د ماین چاودنه کې ووژل شو چې کله نوموړی د زیارت غره کې د مرمر کاڼو د کانونو له کتو وروسته غرمه مهال ستنېدلی.

دی وايي، د ماین په لومړی چاودنه کې جهانګیر روغ راووت خو کله چې دی له ګاډي راکوز شو نو سمدستي دویمه چاودنه وشوله، چې په هغه کې نوموړی ووژل شو.

خو د هغه ډرایور بلال چې په ګاډي کې دننه ناست وو، او یو بل ماشوم چې پر لاره تېرېدلیو سرسري ټپیان شول.

د سیمې چارواکو هم مشال راډيو ته د پېښې پخلی وکړ.

بلخوا له پيښور سره نيزدي د حيات اباد تاڼې پوليس وايي دغلته تاتارا پارک کې یې په بوجیو کې بند د دوو زندۍ شووکسانو مړي موندلي دي.

پوليس زياتوي د وژل شوو او وژونکو په اړه نور معلومات نشته او په دې اړه دوی پلټنې کوي.
XS
SM
MD
LG