د لاسرسي ځای

تازه خبر

نوی هنري فلم (بدنامه دوستي) نندارې ته وړاندې شو


badnama dosti
badnama dosti

په خوست کې د یو سیمه ییز خصوصي ټلویزیون په نووښت د (بدنامه دوستي) په نوم یو هنري فلم جوړ او نندارې ته وړاندې شو. یاد هنري فلم کې په خپله خوستیو سینمايي لوبغاړو رولونه ترسره کړي دي خو ځینې صحنې يې له افغانستانه بهر جوړې شوي دي.

خوست: په خوست کې د یو سیمه ییز خصوصي ټلویزیون په نووښت د (بدنامه دوستي) په نوم یو هنري فلم جوړ او نندارې ته وړاندې شو. یاد هنري فلم کې په خپله خوستیو سینمايي لوبغاړو رولونه ترسره کړي دي خو ځینې صحنې يې له افغانستانه بهر جوړې شوي دي.

بدنامه دوستي هغه هنري سینمايي فلم دی چې په خوست کې د غرغښت په نوم د یو خصوصي ټلویزیون له خوا جوړ او د شنبې په ورځ د خوست د ګڼو فرهنګیانو، تیاتر او سینمايي لوبغاړو، د موسیقۍ د هنرمندانو او د هنر او ادب د مینه والو په یوه محفل کې نندارې ته وړاندې شو.

په دې هنري سینمايي فلم کې د رښتینې دوستۍ پر ګټو او د دوستۍ په جامه کې د دوکې، چال او فریب په بدو پایلو فوکس شوی او د ژوندانه دا مهم اړخ په ریالیسټیکه بڼه او ډېر جالب هنري طرز اجراء او د سینما د هنر د مینه والو نندارې ته اېښودل شوی دی.

په خوست کې د غرغښت د خصوصي ټلویزیون مشر سخي سرور میاخېل وايي، چې دوی په دې لنډه موده کې لس لوی او واړه هنري فلمونه جوړ او نندارې ته وړاندې کړي دي.

هغه وايي دا چې په خوست کې ښځې او نجونې د ځنو کلکو کلتوري محدودیتونو له کبله په سینمايي فلمونو کې کار کولو ته زړه نه ښه کوي، نو دوی د خپلو فلمونو یو شمېر صحنې په جلال اباد او یا پيښور کې ثبتوي، چې په دې فلم کې هم داسې صحنې شته چې په پيښور کې د ښځینه ادا کارانو او یو شمېر نورو مشهور لوبغاړو په ګډون جوړې شوي دي:

((موږ تقریباً په دې لنډه او کمه موده کې لس لوی او واړه هنري فلمونه تولید کړي دي، زموږ اکثره فلمونه چې موږ تولید کړي دي، ډېره برخه يې په خپله خوست کې او ځني صحنې يې چې هغه په خوست کې ناممکنې دي، هغه موږ د سرحد نه اخوا په پېښور او ځنو نورو ځایونو کې شوټینګ يې کړی دی.))

بدنامه دوستي د هنري فلم لیکوال طالب منګل مشال راډیو سره په خبرو کې د دې فلم داستاني محتوا ته کتنه کوي او وايي، چې په دې فلم کې د دوستۍ او ښو مناسباتو هغه لارې چارې ښودل شوي دي، چې باید هر وګړی يې په زیور اراسته وي او د ښار او کلي خلک په هر حالت کې دا ټولنیز نزاکت او اخلاقي امر مراعت کړي:

((د ټولنیز ژوند د اوسیدلو طریقې او د هغې تر څنګ د ملګرتیا او ور سره ورسره د دوستۍ په هغو لارو چارو باندې په دې فلم کې کار شوی دی، د کومې له امله چې په ټولنه کې ښه والۍ رامنځته کیږي او په دوستۍ کې لکه دوکه ورکول یا داسې نورې ستونزې چې ورڅخه پېښيږي، دې هغې له پاره یوه لاره لټول شوې ده او هڅه شوې ده تر څو خلک د ملګرتیا او دوستۍ په ارزښت وپوهوي او دغه ملګرتیا او دوستي هم په کلیوالي سطحه او هم په ښاري کچه په دې ټولو باندې د دې فلم داستان راڅرخي.))

لیکوال او د نظر خاوند محمدغفور مهیدي وايي، چې په خوست کې د بدنامه دوستي په نوم د فلم جوړول دا څرګندوي، چې دلته د هنر او سینما په ډګر کې ښه استعدادونه شته، خو هغه د مسوولو ادارو او موسسو څخه غواړي، چې په خوست کې د هنر او تیاتر د تقویې په کار کې مرسته وکړي:

((خوست د ادب او کلتور ټاټوبی دی او دلته ښې هنري څیرې شته، مناسب شخصیتونه شته چې دوی کولای شي، د فلم په برخه کې ډېر ډېر څه وکړي.

نننۍ فلم د دې ګویا وو، چې دوی په دې فلم کې د ټولنې اوسیدونکو ته ډېره ښه او ګټور پیغامونه وړاندې کړل، نو د ټولو اړوندو او زیربطو ارګانونو څخه مو غوښتنه داده، چې د دوی د تقویې په کار کې په مادي او معنوي لحاظ خپله مرسته ونه سپموي.))

د یادونې وړ ده د ځوانۍ نشه، جام زهر، د پیزوان په ژبه او خاني لاړه هغه هنري فلمونه دي، چې په دې وروستیو کې خوستیو فلمي لوبغاړو په اداء کارۍ جوړ شوي او د بازي په نوم د یو بل هنري فلم د شوټینګ چارې د ګڼو خوستیو لوبغاړو په ګډون هندوستان کې روانې دي، چې په نږدې وختونو کې به ننداري ته چمتو او وړاندې شي.
XS
SM
MD
LG