د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر د تیرا میدان بې کوره شوي خپلې سیمې ته ستنېږي


د ستنېدونکو کډوالو یو پخوانی عکس
د ستنېدونکو کډوالو یو پخوانی عکس

د خیبر ایجنسۍ له لرې پرتې سیمې تیرا میدان څخه بې کوره شوې یو شمېر کورنۍ خپلو سیمو ته ستنېږي.

خیبر ایجنسۍ: د خیبر ایجنسۍ له لرې پرتې سیمې تیرا میدان څخه بې کوره شوې یو شمېر کورنۍ خپلو سیمو ته ستنېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د خیبر پښتونخوا د کوهاټ له جرمې مرکز څخه د بې کوره شوو خلکو خپلو سیمو ته د ستنېدو د لړۍ نن ( شنبه) څلورمه ورځ ده.

په قبایلي سیمو کې د د قدرتي افتونو د انتظام د ادارې او د خیبر ایجنسۍ د پولیټیکل انتظامي چارواکي وایي چې د مې له اوومې (۷) نیټې راهيسې له تیرا میدان څخه د بې کوره شوو خلکو د ستنیدو دویمه لړۍ پیل شوې ده او تر دې دمه ټولې څلور سوه او دوه پنځوس(۴۵۲) کورنۍ بېرته تیرا میدان ته تللې دي.

د تیر کال په مارچ میاشت کې له تیرا میدان څخه د تحریک طالبان پاکستان وسله والې ډلې او حکومت پلوه وسله والې ډلې انصارالاسلام ترمنځ د نښتو له امله په زرګونه خلک بې کوره شوي وو.

د مشال راډیو خبریال فرهاد شینواري د کوهاټ په جرمه کې د تیرا له پولیټیکل تحصیلدار او د انتظامې له خوا ټا کل شوي د کډوالو مسول نیک محمد سره مرکه کړې ده او په سر کې یې ترې پوښتلي چې تاسو په د تیرا میدان د کډوالو د ستنیدو لپاره څه هلې ځلې کوی؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:05 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG