د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورمېوال خپلو سیمو ته کډه شول خو ستونزې یې نه دي کډه شوې


په کورمه ایجنسۍ کې خپلو کورونو ته ستانه شوي د مخېزو سیمې متاثرین شکایت کوي چې له هر ډول بنیادي سهولتونه محرومه دي.

په کورمه ایجنسۍ کې خپلو کورونو ته ستانه شوي د مخېزو سیمې متاثرین شکایت کوي چې له هر ډول بنیادي سهولتونه محرومه دي.


د دوی په خبره، په سیمه کې د فرقه یزه شخړو په وخت سکولونه او هسپتالونه ړنګ شوي دي چې لا تر اوسه بیرته نه دي رغول شوي.

د سیمې یو تن واحد الله مشال راډیو ته وایي، چې حکومت دې ورته ژرترژره د تعلیم او صحت اسانتیاو برابرې کړي.

د قدرتي افتونو منظمولو ادارې له مخې په ۲۰۰۷ کال کې د فرقه یزه شخړو له پیلېدو پس د کوزې او بره کورمې ۴۲ زره کورنیو کډې اېستلې وې.

په ۲۰۰۸ کال کې د شییعه سني مشرانو ترمینځ د ترسره شوې مري امن لوظنامه په ۲۰۱۱ م کال کې عملي شوه چې له هغه وروسته د نورو سیمو متاثرینو سره د مخېزو متاثرین هم خپلو کورونو ته ستانه شول.

مجاهد خان وايي چې د سیمې خلک له یو شمیر نورو داسې ستونزو سره هم مخامخ دي چې که حکومت ورته پاملرنه ونکړي نو له دې وجې به ژوند زښته ستونزمن شي.

د نوموړي په خبره، په سیمه کې د خلکو ژوند په کرکروندې ولاړ دی خو دلته کې نهري نظام ټول تباه شوی دی چې له دې وجې یې کرکروندې هم سختې ویجاړې شوې دي.

په خپلو خبرو کې مجاهد خان دا هم وویل چې په سیمه کې خلکو ته صفا اوبه هم نه میلاوېږي ځکه چې د شخړو په وخت دلته کې ټول کویان او باوړۍ (ټیوب ویلې) ړنګې شوې دي.

د اېجنسی منصوبه بندۍ چارواکي مفتح الله مسود مشال ریډیو ته وویل چې له سیمې د ځپل شوو خلکو ستونزې حلول د دوی په لومړیتوبونو کې دي.

دی زیاتوي چې په سیمه کې دوی د باوړیانو (ټیوب وېلونه) په جوړولو باندې کار پیل کړی دی.
مفتح الله محسود دا هم وویل چې په سیمه کې شپږ سکولونه ړنګ شوي دي چې په دې کې به دوی یو دوه سکولونه بیا جوړوي.

نوموړي زیاتوي، چې د صحت په حواله سره د سیمې خلکو ستونزو ته په کتو یې هڅې روانې دي چې په سیمه کې د شخړو په وخت ړنګ شوی روغتون بیرته ورغوي.
  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG