د لاسرسي ځای

تازه خبر

په غزني کې ۶۴تنه وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده


د غزني چارواکي وايي، په دغه ولايت کې يې لا هم د پېروز په نامه عمليات دوام لري چې په خبره يې، له پرون راهيسې پکې څلور شپېته تنه نورو وسله والو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

د غزني چارواکي وايي، په دغه ولايت کې يې لا هم د پېروز په نامه عمليات دوام لري چې په خبره يې، له پرون راهيسې پکې څلور شپېته تنه نورو وسله والو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.


دغه عمليات تېره اوونۍ د غزني په ګيلان ولسوالۍ کې پيل شوی وو چې تر اوسه دوام لري.

د غزني په ګيلان ولسوالۍ کې د پېروز په نامه د ملي اردو له خوا پيل شوي عمليات لا هم پای ته نه دي رسېدلي او چارواکي يې پر مهال د تازه نښتو خبر وکوي چې پکې نهه ويشت تنه نور وسله وال هم وژل شوي دي.

دغه عمليات تېره اوونۍ د غزني په ګيلاني ولسوالۍ کې د راغونډو شويو وسله والو د ختمولو په موخه پيل شوي وو او چارواکيو ويلي وو چې تر هغه وخته پورې به دوام وکړي، تر څو پورې چې يې سيمه له وسله والو څخه پاکه کړې نه وي.

له پرون راهيسې په دغه ولسوالۍ کې بيا د ملي اردو د سرتېرو او طالب وسله والو تر منځ نښتو زور اخيستی دی چې پکې تر اوسه پورې نهه ويشت تنه نور وسله وال وژل شوي او پنځه دېرش تنه ژوبل دي.

په غزني کې د ملي اردو د تندر قول اردو د درېيمې لوا وياند نظيف الله سلطاني وايي، تازه نښتې د ګيلان په ملا جانان، حسن، پردل، چمبران، بلاير او ځينو نورو سيمو کې شوې دي.
دی وايي، له پرون راهيسې په نښتو کې د وسله والو وسلې، موټر سايکلونه او نور مهمات هم د سرتېرو لاس ته ورغلي.

په وژلو شويو کسانو کې څوارلس تنه يې پاکستانيان دي.

"له تېرو څلرويشتو ساعتونو راهيسې په دغو عملياتو کې نهه ويشت تنه وسله وال وژل شوي او پنځه دېرش تنه نور ټپيان دي. په عملياتو کې په وژلو شويو نهه ويشتو تنو کې څوارلس تنه يې پاکستانيان دي. په دې سربېره، په دغو عمليات کې دوه دېرش کړۍ ماينونه هم امنيتي ځواکونه پيدا کړي او شنډ کړي دي."

سلطاني وايي، په عملياتو کې له پرون راهيسې د ملي اردو يو تن سرتېری هم ژوبل شوی دی.

د چارواکيو د ورکول شويو شمېرو په اساس، تر اوسه د پېروز په نامه د ملی اردو په دغو عملياتو کې د وژل شويو وسله والو شمېر څلور اتيا تنو ته رسېږي او د ټپي شويو هغو شمېر يې شپږ شپېته کېږي، خو وسله وال طالبان د خپلو وژل شويو او ټپي شويو ملګرو شمېر يوازې څو تنه ښيي.
XS
SM
MD
LG