د لاسرسي ځای

تازه خبر

“پاکستان دې د ګوزڼ ناروغي مخه ونیسي”


پاکستان د صحت له نړیوال سازمانه د دې لپاره پنځلس ورځې مهلت غوښتی دی چې د ګوزڼ ناروغۍ د مخنیوي لپاره نوي ګامونه پورته کړي.

پاکستان د صحت له نړیوال سازمانه د دې لپاره پنځلس ورځې مهلت غوښتی دی چې د ګوزڼ ناروغۍ د مخنیوي لپاره نوي ګامونه پورته کړي.


دا له هغه وروسته ده چې د پاکستان د مرکزي او صوبايي حکومتونو استازو د چارشنبې په ورځ یو بېړنۍ غونډه وکړه.

په دې غونډه کې پرېکړه وشوه چې پاکستان به د صحت له نړیوال سازمانه غواړي چې د پولیو څاڅکو په ترلاسه کولو کې ورسره مرسته وکړي او دوی ته پنځلس ورځې وخت ورکړي چې په دې لړ کې خپل ګامونه پورته کړي.

د یادونې وړ ده چې د صحت نړیوال سازمانه د مې له پنځمې د ګوزڼ ناروغۍ له کبله پر پاکستانیو وګړو د سفري بندزونو لګولو نیت لري.

پاکستان د نړۍ یو له هغو درو هیوادونو دی چېري چې د پولیو ناروغۍ لا هم موجوده ده. په پاکستان او په خاصه توګه په قبایلي سیمه شمالي وزیرستان کې سږکال دا ناروغي بیخي زیاته شوې ده.
XS
SM
MD
LG