د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قبایلي سیمو پښتنو سره نور باید انساني چلند وشي


د حيرانۍ خبره دا ده چې پولیټيکل اېجنټ د ايف سي آر قانون له مخي د پارليمان دغه غړي نظر بنده کولای شي، له سيمې يې شړلای شي او ان د دوی جاييدادونه قبضه کولای او ورانولای شي.

د پاکستان انګريزي ورځپاڼې ايکسپرېس ټریبيون د ليکوال امتياز ګل مقالې ته فاټا له ايف سي آر څخه د خلاصولو عنوان ورکړی دی.


په سر کې ليکوال د ایف سي آر قانون پر پس منظر باندې خبره کوي او وايي، دا د برتانويانو راوړل شوی قانون دی چې پکې پولیټيکل اېجنټ د باچا غوندې واک و اختيار لري.

د ده په وينا پولیټيکل اېجنټ دغه سيمې د قبايلي ملکانو په مټ چلوي چې دا وخت د شاوخوا پنځه دېرش زره سرکاري مراعاتيافته ملکان دي چې د قبيلو او پولټيکل ايجنټ ترمنځ د پله کردار ادا کوي.

امتياز ګل زياتوي، په ۱۹۹۷ م کال کې قبايلي سيمو ته د بالغ رای اچولو حق ورکړل شو او دا شان په دوه زره ديارلسم کال کې سياسي ګوندونو ته د سياسي فعاليت اجازه ورکړل شوه.

خو د ده په وينا له دې سربېره هم هلته مځکني حقيقتونه بدل نشو ځکه اوس هم شتمن خلک د قامي اسمبلۍ او سېنېټ لپاره ووټونه په پيسو اخلي.

د پارليمان دا غړي په قبايلي سيمو کې د حکومتدارۍ او قانون سازۍ واک و اختيار نلري.

د ليکوال په خبره د حيرانۍ خبره دا ده چې پولیټيکل اېجنټ د ايف سي آر قانون له مخي د پارليمان دغه غړي نظر بنده کولای شي، له سيمې يې شړلای شي او ان د دوی جاييدادونه قبضه کولای او ورانولای شي.

د امتياز ګل په وينا د قبايلي سيمو اکثره خلک دا غوښتنه کوي چې ايف سي آر دې ختم کړل شي او سيمه دې د پاکستان آيين په دايره کې راوړل شي.

د ده په وينا قبايلي سيمه دا وخت د شدت پسندۍ په منګولو کې ده. د سيمې خلک د پوځ او شدت پسندو په منځ کې راګير دي.

ليکوال خپله مقاله په دې وړانديز ختموي چې نور وخت رارسيدلی دی چې ولسي حکومت او پوځي چارواکي قبايلي سيمي د ايف سي آر قانون له منګولو خلاصي کړي.
XS
SM
MD
LG