د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بډه بېرې چاودنې سلمان اپرېدی له خبرو ویوست


د بډه بېرې چاودنې سلمان اپرېدی له خبرو ویوست
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:00 0:00

د بډه بېرې چاودنې سلمان اپرېدی له خبرو ویوست

د پيښور بډه بېرې ميرا ماشو ګاګر اوسيدونکی ۱۶ کلن سلمان اپرېدی پروسږ کال د جون پر ۳۰مه نېټه د بډه بېرې بازار په چاودنه کې دومره سخت ژوبل شو چې د غاړۍ مرۍ یې هم شلېدلې ده او اوس دی له خبرو لوېدلی دی.

د پيښور بډه بېرې ميرا ماشو ګاګر اوسيدونکی ۱۶ کلن سلمان اپرېدی پروسږ کال د جون پر ۳۰مه نېټه د بډه بېرې بازار په چاودنه کې دومره سخت ژوبل شو چې د غاړۍ مرۍ یې هم شلېدلې ده او اوس دی له خبرو لوېدلی دی.


د پيښور اېل ار اېچ روغتون ډاکټران وايي، چې سلمان اپرېدي باید د نورې درملنې لپاره بهرني هېواد ته ولېږل شي، چې هغه ته د ساه نوې نلۍ ولګوي. خو د دوی کورنۍ دومره وس لري چې بهر ته یې د علاج لپاره واستوي.

د سلمان اپرېدي ډاکټر اي اېن ټي سپيشلسټ پروفيسر نعمت الله وايي، چې سلمان اپرېدي ته به د ساه نلۍ بدلول کېږي چې په پاکستان کې ممکنه نه ده.

سلمان اپرېدي په پلسټیکي نل ساه اخلي او خوراک څښاک کې هم ستونځه لري. نژدې يو کال وړاندې د ژوبلېدو مهال هغه د اتم جماعت طالب علم وو او اوس هم خپل تعليم جاري ساتل غواړي خو د هغه ناروغتيا یې د تعليم حاصلو پر وړاندې لوی خنډ ده.

سلمان اپرېدي د کور والو په وينا د ژوبلېدو له وجې د هغه يو کال ضایع شولو خو د هغه د مرۍ پلاسټيکي نل اکثره د مختلف لاملونو بند شي نو له ويرې يې هغوي سکول ته نه شي لېږلای۔
د هغه کورنۍ له خېبر پښتونخوا حکومته غوښتنه کوي چې د ميډيکل بورډ پر وړاندیز دې عمل وشي او سلمان اپرېدی دې په سرکاري خرچ بهر ملک ته د علاج لپاره ولېږي ځکه چې هغوی د بهر ملک علاج د خرڅ برداښتولو توان نه لري.
XS
SM
MD
LG