د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتونخوا واکمن ګوند تحریک انصاف کې درزونه


د پښتونخوا اعلا وزیر پروېز خټک له خپل مخکیني وزیر شوکت یوسفزي سره
د پښتونخوا اعلا وزیر پروېز خټک له خپل مخکیني وزیر شوکت یوسفزي سره

د خېبر پښتونخوا صوبايي حکومت تېره اونۍ د صحت صوبايي وزير شوکت يوسفزی او د وزيراعلی مشير ياسين خليل له خپلو څوکيو څخه ليرې کړل شول. صوبايي حکومت د دوی د ليرې کولو د لامل په اړه ويلي چې د دوی کارکردګي د ډاډ وړ نه وه نو ځکه يې دوی ليرې کړل

د خېبر پښتونخوا صوبايي حکومت تېره اونۍ د صحت صوبايي وزير شوکت يوسفزی او د وزيراعلی مشير ياسين خليل له خپلو څوکيو څخه ليرې کړل شول. صوبايي حکومت د دوی د ليرې کولو د لامل په اړه ويلي چې د دوی کارکردګي د ډاډ وړ نه وه نو ځکه يې دوی ليرې کړل او دا ډول د درو نورو وزيرانو څارنه هم کوي چې په اړه به يې وروسته پرېکړه کوي.


تر دې وړاندې له تحريک انصاف سره اړه لرونکو د صوبايي اسمبلۍ ځينو غړو د خپل ګوند له مشرانو سره د اختلافاتو په ترڅ کې د تحريک انصاف فارورډ بلاک په نامه يوه بېله ډله جوړه کړې ده. په داسې حال کې چې د صوبايي حکومت يو کال لا هم نه دی پوره شوی نو بيا ولي يې تر منځ اختلافات رامنځ ته شوي دي؟

په پېښور کې مشر خبريال او د سياسي چارو شنونکی شميم شاهد وايي، د تحريک انصاف غړي په نظرياتي او فکري ډول يووالی نلري نو ځکه يې هر وخت تر منځ اختلافات موجود وي.

((هغه خلک چې له يو بل سره نظرياتي او سياسي تړون لري، د يو بل په طبع باندې پوهيږي، د يو بل له خيالاتو نه خبر وي، دا څيزونه په تحريک انصاف کې نشته. د دوی د حکومت د يو کال پوره کېدو نه وړاندې وړاندې په دوی کې اختلافات شروع شول. اول په وزارتونو باندې اختلافات وو، بيا وزيرانو پر يو بل باندې تورونه ولګول، بيا دغه شان فارورډ بلاک جوړ شو او اوس حال دا دی چې يو وزير او يو مشير د هغو له څوکيو نه لرې کړل شوي دي.))


د خېبر پښتونخوا د صوبايي حکومت د تېر څه کم يو کال کارکردګي ته په کتو سره کارپوهان په دې نظر دي چې واکمن ګوند تحريک انصاف د حکومت چلولو تجربه نه لري او له همدې امله د ګوند مرکزي مشران او صوبايي مشران هم پر ډيرو فيصلو نه سره جوړيږي.

د سياسي چارو کارپوه رحيم الله يوسفزی وايي چې د ګوند مرکزي مشران د صوبايي حکومت په چاروکې لاس وهنه کوي.

((داسې مالوميږي چې په دې حکومت کې ډېر زيات انتشار دی. دا سمی نه خورې. وزيراعلی پروېز خټک خو په ښکاره باندې شکايت نه کوي خو موږ خبر يو چې د دوی دګوند چې کوم مرکزي مشران دي، هغوی په صوبه کې او د صوبې په حکومت کې لاسوهنه کوي.))

د خېبر پښتونخوا له صوبايي حکومت څخه د قومي وطن پارټۍ تر ليرې کېدو وروسته اوس جماعت اسلامي او تحريک انصاف په واک کې پاتې شوي دي.

دا چې د واکمن ګوند له اختلافاتو څخه به اپوزيشن څه ډول ګټه پورته کړي او آيا د دې هڅه به وکړي چې خپل حکومت قايم کړي؟ شميم شاهد وايي چې د پاکستان د مرکزي حکومت واکمن ګوند پاکستان مسلم ليګ نواز ډله کولای شي چې د اپوزيشن ډلو سره په ګډه په خېبر پښتونخوا کې په جمهوري توګه حکومت جوړ کړي خو د ګوند مشر او وزيراعظم داسې نه غواړي.

((پاکستان مسلم ليګ او بالخصوص ميا نواز شريف دې ته تيار نه دی چې په دې صوبه کې بدلون راولي يا په دې صوبه کې د پاکستان تحريک انصاف حکومت ختم کړي. موږ د مسلم ليګ له مشرانو نه هم دا اورېدلي دي چې نواز شريف وايي، که چيرې ما دا حکومت بدل کړو نو بيا به دا خلک ما پسې پنجاب ته راځي او په پنجاب کې به ماته مشکلات جوړوي.))

په خېبر پښتونخوا کې د پاکستان تحريک انصاف په مشرۍ کې حکومت ويلي و چې په صوبه کې د ناامنۍ په ختمولو او د ولس د اقتصادي حالت په ښه کولو نوی بدلون راولي خو د سياسي چارو شنونکي وايي چې تر اوسه لا دوی له دې بدلون څخه ليرې ښکاري.
XS
SM
MD
LG