د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د پاکستان جاسوسي ادارې د بلوچستان په بدامني کې لاس لري'


د بلوچستان د اسمبلۍ ودانۍ
د بلوچستان د اسمبلۍ ودانۍ

د بلوچستان اسمبلۍ ځینو غړیو ویلي چې په دې صوبه کې د ناامنۍ او انسان تښتوونو په پېښو کې د پاکستان جاسوسي اداره آی ایس آی لاس لري.

کوټه: د بلوچستان اسمبلۍ ځینو غړیو ویلي چې په دې صوبه کې د ناامنۍ او انسان تښتوونو په پېښو کې د پاکستان جاسوسي اداره آی ایس آی لاس لري.

د جمعې په ماښام د اسمبلۍ په غونډه کې د صوبې د امنيت په اړه بحث وشو. په بحث کې د برخې اخیستنې پر مهال د اسمبلۍ ځینو غړیو په ډاګه وویل چې د انسان تښتوونې په زیاتره پېښو کې د پاکستان استخباراتي ادارې لاس لري او د هم دې ادارو په مرسته انسانان تښتوول کېږي.

په اسمبلۍ کې د اپوزیشن غړي حاجي ګل محمد دومړ وویل چې له کوټې يو کس وتښتوول شي او بیا په څو ورځو کې هم هغه تښتوول شوی کس وزیرستان ته ورسېږي.

حاجي ګل محمد دومړ زیاته کړه ، ً کله چې له دې ځایه يو څوک وتښتوول شي. نو وزیرستان ته يې ورسوي. په لاره يو نیم سل يا دوه سوه پوستې راځي. په يوه پوسته باندې يې هم هيڅوک تالاشي نه کوي. که يې بیا کله تالاشي وهم کړي نو هغه بیا د دوي خپل خلګ وي.
همداسې دا کس تر وزیرستانه ورسول شي او بیا د کروړونو روپیو تاوان غوښتنه کويً.

د اپوزیشن غړیو وویل چې په صوبه کې امنیتي حالت لا هم د پخوا په څېر خراب دی. خو د حکومتي ګوندونو د غړيو دریځ دا وو چې د دوی په وینا تر ډېره ځايه يې حالات ښه کړي دي.
د اسمبلۍ په دې غونډه کې شریک حکومتي او د اپوزیشن غړي چې پر کومه نقطه سره په یوه خوله وو هغه دا وه چې د دوی په خبره پاکستاني استخبارات د انسان تښتوونې په کاروبار کې لاس لري.

په حکومت کې د شریک پښتونخوا ملي عوامي ګوند د اسمبلۍ غړي نصرالله زیري وویل چې دوي څو داسې کسان پېژني چې تر تښتوول کېدو وروسته د پاکستان له استخباراتو څخه برامد شوي دي.

نصرالله زیري وویل ، ً اوس لکه څنګه زما، ډاکتر حامد، آغا سید لیاقت او د نورو له خوا چې کوم تحریک التوا درېيم نمبر کې چې د کومو کسانو نومونه دي، هغوي چې چا تښتوولي وو، هغه چا تښتوولي؟ له کومه ځایه برامد شوي؟ یقيناً هغه د پاکستان د وفاقي حکومت يوه ایجنسۍ وهً.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند یو بل غړي او صوبايي وزیر ډاکټر حامد خان اڅکزي بیا وویل چېً که په لوړه سطح د استخباراتو مشران دا دعوه کوي چې دوي له سیاسي حکومت سره په يوه صف کې ولاړ دي نو دلته په لاندې سطح يې بیا ميجران په خپله خوښه چې څه وغواړي هغه کوي.

ډاکټر حامد خان اڅکزي زیاته کړه چې ً په ډېر افسوس بايد ووایم چې په لوړه سطح د آی ایس آی او ایم آی مشران نړۍ ته کوم باور ورکوي. دلته په لاندې سطح يې بیا يو ميجر پخپله خارجه پالیسي چلويً.

د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر سرفراز بګټي غونډي ته د وینا پر مهال وویل چې دوي ټول د پاکستان ټولو ادارو ته په درنه سترګه ګوري او پر پاکستاني پوځ او استخباراتي شبکو وياړي.

سرفراز بګټي د اسمبلۍ له هغو غړيو چې د استخباراتو او پوځ پر ضد يې خبري کولې وپوښتل چې که يادې ادارې دومره بدي وي نو بیا ولې ستاسو د ګوندونو مشرانو د وژل شوي پاکستاني پوځيانو پر قبرونو ګلونه وړاندې کول.
XS
SM
MD
LG