د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سوات کې پر پاکستاني پوځ برید، څلور سرتېري ژوبل


ملم جبه - د سوات په ملم جبه کې د پاکستاني پوځ پر ګاډي په بمي حمله کې څلور سرتېري ژوبل شوي دي.


د سوات له مرکزي ښار مینګورې ۴۰ کیلومیټره لرې د ملم جبې پر سړک په تليګرام سیمه کې د جمعې پر ورځ د پاکستان پوځ پر ګاډي هغه وخت د ریموټ کنټرول بم برید وشو چې پوځ په عادي ګزمې یا ګشت وتلی وو.

د تلیګرام پولیسو څوکۍ مشر وايي، په چاودنه کې څلور پوځیان ژوبل شوي دي او د پوځیانو ګاډی ویجاړ شوی دی.

تر پېښې وروسته پولیسو او پوځ په سیمه کې ګرځبندیز ولګاوه.

پوځ هم د پېښې او د څلورو سرتېرو ژوبلېدو پخلی کړی دی.

څو ورځې مخکې له همدې سیمې سره نېږدې په چارباغ کې پولیسو پر امن کمېټۍ د ځانوژنکې حملې هڅه ناکامه کړې وه او له هغه وخت راهیسې په سیمه کې د وسله والو پر ضد پلټنیز عملیات روان دي.
XS
SM
MD
LG