د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې افغان کډوال ستونځمن ژوند لري. ګتېرېس


د ملګرو ملتونو کډوالو سازمان مشر انتونيو ګتېرېس
د ملګرو ملتونو کډوالو سازمان مشر انتونيو ګتېرېس

د ملګرو ملتونو د کډوالو سازمان مشر د زیارت (پنجشنبې) پر ورځ په يوه ورځني سفر لوره لايي (بوري) ته تللی او هلته يې له مېشتو افغان کډوالو سره لیدلي او ددوي لپاره د ځينو نويو پروژو د پېلېدو اعلان کړی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو سازمان مشر د زیارت (پنجشنبې) پر ورځ په يوه ورځني سفر لوره لايي (بوري) ته تللی او هلته يې له مېشتو افغان کډوالو سره لیدلي او ددوي لپاره د ځينو نويو پروژو د پېلېدو اعلان کړی.


انتونيو ګتېرېس چې ورسره د پاکستان د سرحداتو وزیر عبدالقادر بلوڅ، د بلوچستان اسمبلۍ غړي او یو شمېر نور لوړپوړي چارواکي وو، د زیارت په غرمه د افغان کډوالو کټوۍ کمپ ته ولاړ، چې له مېشتو کډوالو سره يې له نيژدې ولیدل. انتونيو وايي،

؛ موږ ډېر مایوسه شوو ، ځکه چې په دې نېژدې تېر وخت کې د افغانستان له خوا په دې لړ کې هېڅ ونشو. لاکن موږ هيله من يو چې تر ټاکنو وروسته به دا ممکنه وي، چې د دې کډوالو د ستنېدو لپاره يوه لويه پروژه په افغانستان کې دننه پېل کړو. چې د دغو کډوالو ستنېدل ښه او پايدار وي؛.
د يو اېن اېچ سي ار مشر انتونيو ګوتېرېس په بوري کې د يوې پروژې پرانستنه کوي
د يو اېن اېچ سي ار مشر انتونيو ګوتېرېس په بوري کې د يوې پروژې پرانستنه کوي

انتونيو ګتېرېس له خبریالانو سره په خبرو کې وویل، يو اين ايچ سي آر به د کډوالو په کمپونو کې د دوی د ټولو ستونځو هوارولو لپاره جدي ګامونه پورته کړي، او يواځې په بوري (لوره لايي) کې به ۶۵ میلیونو روپیو نوې پروژې پېل کړي، چې په کې به د دوی د صحت، تعليم او د څښاک د اوبو ستونځې تر ډېره ځایه هوارې شي.


د پاکستان د سرحداتو وزیر عبدالقادر بلوڅ بیا وویل، د دوی حکومت به د د ملګرو ملتونو د کډوالو د نړیوال سازمان په مرسته په ټول پاکستان کې د شاوخوا څلور سوه میلیونه ډالرو پروژې پېل کړي.

؛ د شاوخوا څلور سوه میلیونه ډالرو زموږ منصوبه ده، چې په روان عیسوي کال او راتلونکي کال کې به په پاکستان کې لګېږي. ددې پروژې بنیادي مقصد دا دی، چې د افغان کډوالو له امله که چېري ځايي اوسېدونکي ستونځمن شوي يا نقصاني شوي وي، هغه نقصان تر څه حده کم کړل شي؛.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د نړيوال سازمان د مشر انتونيو ګتېرېس له خوا له خبریالانو سره خبرې په داسې حال کې وشوې، چې د پاکستان د سرحداتو وزیر عبدالقادر بلوڅ يې پر څنګ ناست وو، او د انټونيو پر ځای د خبریالانو د ډېری پوښتنو ځوابونه قادر بلوڅ ورکړل.

د ویلو وړ ده چې د ملګرو ملتونو د کډوالو د نړيوال سازمان په خبره د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې دا وخت لا هم شپاړس لکه افغان کډوال مېشت دي، چې ډېری کډوال يې د ژوند له بنيادي ضرورتونو څخه محرومه او په کمپونو کې د درپدرۍ ژوند تېروي.

د يو اين ايچ سي ار وروستۍ مشره سداکو اوګاټا وه، چې په ۲۰۰۱عیسوي کال کې بلوچستان ته راغلې او اوس شاوخوا دیارلس کاله وروسته انتونيو ګتېرېس له افغان کډوالو سره د لیدلو لپاره بلوچستان ته ولاړ.
د یو اېن اېچ سي ار مشر انتونیو ګوتېرېس د افغان ښځو لاسيکارونه ګوري
د یو اېن اېچ سي ار مشر انتونیو ګوتېرېس د افغان ښځو لاسيکارونه ګوري


د یو اېن اې[ سي ار مشر انتونیو ګوتېرېس ته یوه افغان ماشومه د ګلونو ګېډۍ وړاندې کوي
د یو اېن اې[ سي ار مشر انتونیو ګوتېرېس ته یوه افغان ماشومه د ګلونو ګېډۍ وړاندې کوي
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې مشر انتونیو ګوتېرېس ته یو افغان کډوال لونګۍ ورتړي
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې مشر انتونیو ګوتېرېس ته یو افغان کډوال لونګۍ ورتړي
XS
SM
MD
LG