د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ننګرهار اچين ولسوالي کې عمليات


چارواکي وايي چې د يادې ولسوالۍ اړوند ډيرې سيمې يې له وسله والو طالبانو پاکې کړي دي او تر هغې به خپلو عملياتو ته دوام ورکړي څو پورې چې په ټوله ولسوالۍ کې امن نه وي راوستی.



د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې چې د وسله والو طالبانو په خلاف چاڼیز عمليات پيل شوي لا هم دوام لري.


چارواکي وايي چې د يادې ولسوالۍ اړوند ډيرې سيمې يې له وسله والو طالبانو پاکې کړي دي او تر هغې به خپلو عملياتو ته دوام ورکړي څو پورې چې په ټوله ولسوالۍ کې امن نه وي راوستی.


دغه چاڼيز عمليات چې د افغان ګډو ځواکونو له لورې د اچين ولسوالۍ په مربوطاتو کې د تيرې دوشنبې په ورځ پيل شوي، لا هم دوام لري. د ننګرهار امنيه قوماندان جنرال فضل احمد شيرزاد د چارشنبې په ورځ له غرمې وروسته مشال راډيو ته وويل چې د اچين ولسوالۍ ډيرې سيمې يې له وسله والو طالبانو پاکې کړي دي، نوموړی وايي:

« د اچين ولسوالۍ په مربوطاتو سيمو کې چې هغه ډيرې نا امنه سيمې وې، زموږ د ګډو ځواکونو عمليات دوام لري، د دې ګډو ځواکونو په علمياتو کې دښمن ونه شو کولای چې د دې عملياتو په مقابل کې ودريږي او له امنيتي ځواکونو سره جګړه وکړي. هغوي سيمې پريښي او تښتدلي دي، دا سيمه يوه سرحدي سيمه ده چې د سپين غره لمنې دي او بلکل د ډيورنډ کرښه ده.»

جنرال شيرزاد زياتوي چې کومې سیمې چې له وسله والو طالبانو پاکې کړي، هلته يې د سيمه ييزو پوليسو پوستې ځای په ځای کړي دي، دی وايي:

« د دې عملياتو ښه والی په دې کې دی چې نن ورځ موږ خپل د محلي پوليسو چې تعليم يې تر سره کړی دی، نن (چارشنبه) پر ورځ مو په دې سيمه کې د څو پوستو په جوړولو پيل کړی. د دې پوستو په جوړيدو او محلي پوليسو د ځای په ځای کولو به دې سيمې ته امن راشي. په دې مو تصميم ونيو چې دا سرحدي محلات به امن کوو او له ولس څخه به موږ دفاع کوو او ولسونه به د خپلو امنيتي ځواکونو سره په ګډه همکاري کوي او انشاالله په دې سيمه کې به پس له دې امن تاميڼ شي.»

جنرال شیرزاد زياتوي چې د ننګرهار اچين يوه سرحدي ولسوالي ده چې د ډيورنډ کرښې په غاړه موقعيت لري چې اکثر وخت به په کې وسله والو طالبانو د دولت په ضد فعاليتونه تر سره کول او ولسي وګړو ته ستونزې پیدا کولې.
XS
SM
MD
LG