د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پکتیکا کې ۴۳ تنه وسله وال وژل شوي دي


د افغانستان د پکتیکا ولايت چارواکي وایي چې تیره شپه د دې ولایت په زیړوک ولسوالۍ کې د حکومت لسګونه وسله والو مخالفینو په امنیتي پوستو حمله وکړه، چې په ځوابي ډزو کې ۴۳ مخالفین ووژل شول.

د افغانستان د پکتیکا ولايت چارواکي وایي چې تیره شپه د دې ولایت په زیړوک ولسوالۍ کې د حکومت لسګونه وسله والو مخالفینو په امنیتي پوستو حمله وکړه، چې په ځوابي ډزو کې ۴۳ مخالفین ووژل شول.


د پکتیکا د والي ویاند مخلص افغان نن سېشنبې پر ورځ مشال راډیو ته وویل چې په دې حمله کې بهرنیو وسله والو مخالفینو هم د افغان طالبانو ملګرتیا کوله.

د افغانستان د دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ددې حمله کوونکو شمیر شااوخوا پنځه سوو ته رسیده، چې د ملي اردو په یوه پوځي اډه یې حمله کړې.

بلخوا تېرې دوشنبې پر شپه د افغانستان په لغمان ولايت کې درې تنه سيمه ييز پوليس وژل شوي او يو تن ټپي شوی دی.

د لغمان ولايت مطبوعاتي مسوول سرحدي ځواک مشال راډيو ته نن سېشنبې پر سهار د دي مرګ ژوبلي پخلي کړي دي او زیاته کړي ي ده چې تيره شپه دوه بجې د الينګار د لوې لارې په اوږدو کې د بسرام په سيمه کې وسله والو طالبانو د سيمه ييزو پوليسو په يوه پوسته بريد کړی چې له امله يې درې تنه سيمه ييز پوليس وژل شوي او يو تن ټپي شوی دی.
XS
SM
MD
LG