د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د لږکیو لپاره یو خطرناک هېواد


په رپورټ کې ويل شوي دي چې جنوبي سوډان، شام، صوماليه او د وسطي جمهوريه افريقا پشمول په پاکستان کې په فرقه ايز او د مذهب په نامه وژنې زیاتې شوې دي.


برتانیا مېشې د لږکیو حقونو نړیوالې ادارې خپل کلنې رپورټ کې ويلې دي چې پاکستان د نړۍ په هېوادونو کې پر اووم نمیر دی چې لږکي (اقلیتونه) پکې په نښه کيږي.


د لږکیو حقونو نړیوالې اداره ( ماينوریټي رايټس ګروپ انټرنيشل) هر کال تر دړکو لاندې ولس په نامه رپورټ خپروي او پکې د هغه هېوادونو درجه بندي شوې وي چې اقليتونه پکې په لويه پيمانه وژل کيږي.

پدې رپورټ کې ويل شوي دي چې جنوبي سوډان، شام، صوماليه او د وسطي جمهوريه افريقا پشمول په پاکستان کې په فرقه ايز او د مذهب په نامه وژنې زیاتې شوې دي.

رپورټ زياتوي د نړيوالو مطبوعاتو ټوله توجه پر وسله والو ده او هم د دې له وجې يې په پاکستان کې مذهبي او لساني اقليتونو ته له ورپيښو خطرونو پام اوښتی دی.

په دې رپورټ کې دا هم ويل شويدې چې طالبانو، لشکر جهنګوي او سپاه صحابه لخوا پاکستان کې له شیيعه مسلک سره تعلق لرونکو خلکو او په خاص توګه د هزاره توکمو وګړو خلاف د تشدد پيښې روانې دي. او له دې علاوه احمديانو او عيسايانو خلاف هم د تشدد پيښې جاري دي.

ماينورټي ګروپ انټرنيشل کلني رپورټ په اړه د بشري حقونو کار پوه فرزانه باري وايې هغه له دې رپورټ سره اتفاق کوي ځکه چې ؛ زموږ په ملک کې اقليتونه ځانونه غيرمحفوظه ګڼي ، موږ له دوی سره ښه سلوک کولو کې کاميابه شوي نه يو.

دا وايې ځیني قانونونه هم د اقليتونو خلاف استعماليږي.

د دې په وينا ولسي استازي هم خپلې ذمه واريانې نه پوره کوي او نه دوی په خپلو علاقو کې د اقليتونو تخفظ لپاره ګامونه اخلي.

"که وګورئ نو د قانون حکمراني نشته، د حکومت عملداري هم کمزوري کيږي او هم دې له وجې زموږ حکومت اقليتونو ته تحفظ ورکولو کې ناکامه شويدې. له دې علاوه سماجي رويو کې برداشت ختميږي نو زموږ حکومت د دې په مخنيوې کې هم پاتې راغلی دی"

پدې لړ کې د اسلامي علومو ماهر پروفيسر قبله اياز وايي:

"د اقليت او اکثريت خبرې خو ورستو راغلي دي. هاغه خلک چې د اسلام عقيده نه لري اسلام د هغوی بيا هم ډيرلوی احترام کوي او هغوی ته حقوق ورکوي. که چرته موږ د پيغمبر اسلام طرز عمل وګورو او د صحابه کرام او خلافت راشده، نو هغوی اقليتونو ته مکمل حقوق ورکړی دی، دوی خپل عبادت کولای شي، دوی خپلې عبادتخانې ساتلای شي او حضرت عمر فاروق به باقاعده دوی ته د مسلمانو غوندې روزنه ورکوله"

د ذکر ده چې پدې رپورټ کې صوماليه او سوډان پرله پسې په وړومبي او دويم نمبر دي چې د اقليتونو نسل کشي او يا هغوی پکې په لويه پيمانه وژل کيږي.
XS
SM
MD
LG