د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان زیړوک ولسوالۍ کې جګړې درنه مرګ ژوبله واړوله


د پکیتکا د ولایت مقام ویاند مخلص افغان مشال راډیو ته وویل، چې نښته د شپې له یوې بجې څخه تر دریو بجو روانه وه او بهرني وسلوال هم په کې موجود وو.

د پکیتکا ولایت چارواکي وايي، چې د دوشنبې په شپه وسلوالو د پکتیکا ولایت د زیړوک ولسوالۍ په یو شمېر امنیتي پوستو هم مهاله بریدونه وکړل، چې په ترڅ کې يې ۴۳ تنه وسلوال مخالفین ووژل شول او یوولس نور ټپیان شوي دي، همدارنګه په دې نښته کې د ملي اردو څلور سرتیري هم وژل شوي او درې پولیس ټپیان شوي دي، خو ملکي وګړو ته په کې کوم زیان نه دی اوښتی.


د پکیتکا د ولایت مقام ویاند مخلص افغان مشال راډیو ته وویل، چې نښته د شپې له یوې بجې څخه تر دریو بجو روانه وه او بهرني وسلوال هم په کې موجود وو.

د ده په خبره د وژل شویو وسلوالو جسدونه تر اوسه هم د زیړوک ختیز ته د ډبوک به نوم غرنۍ سیمه کې پراته دي.

د نوموړي په وینا نښته دوه ځلې وشوه، په اوله پلا یو ساعته مخامخ جګړه کې ۲۵ وسلوال ووژل شول او ۷ نور ټپیان شول، چې حکومتي قوتونو هم ځاني تلفات درلودل، خو د جګړې په دویم ساعت کې د حکومتي قوتونو د ملاتړ له پاره جنګي الوتکې راغلې او پر مخالفینو يې بمبارۍ وکړې، چې په هوايي بریدونو کې هم ۱۸ نور وسلوال ووژل شول.

مخلص افغان د دواړو جګړو د ځاني تلفاتو په اړه مشال راډیو ته داسې وویل:

((تېره شپه نږدې یوه بجه ګڼ شمېر افغاني او بهرني تروریستانو د پکتیکا ولایت د زیړوک ولسوالۍ په امنیتي پوستو بریدونه وکړل، چې نږدې دوه ساعته پورې نښته وشوه، د نښتې په وروستۍ نیمايي کې سیمې ته هوايي مرسته هم ورسیده، چې د یادې دوه ساعته نښتې په ترڅ کې ۴۳ تنه د دولت وسلوال مخالفین ووژل شول او یوولس نور ټپیان شول، چې په کې بهرنیان هم شامل دي، د نښتې له امله د ملي اردو څلور سرتیري شهیدان شوي او درې تنه ملي پولیس هم ټپیان شوي دي.))

بلخوا طالب ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استول شوي تلیفوني پیغام کې ادعا کړې، چې ملګرو يې د پکتیکا په زیړوک ولسوالۍ کې په دریو دفاعي پوستو بریدونه کړي، چې په کې ۱۱ پولیس وژل شوي، ۱۳ ټپیان شوي او ۵ نور هم اسیر نیول شوي دي.

ذبیح الله مجاهد په نوموړي تلیفوني پیغام کې منلې، چې په هوايي بمبارۍ کې يې دوولس ملګري وژل شوي دي.
XS
SM
MD
LG