د لاسرسي ځای

تازه خبر

وسله وال بریدونه او د سولې خبرې به څه نتیجه ورکړي


په داسې حال کې چې پاکستاني وسله والو طالبانو ویلي ډزبندي نه غځوي خو د امن لپاره به خبرې اترې جاري ساتي.

په داسې حال کې چې پاکستاني وسله والو طالبانو ویلي ډزبندي نه غځوي خو د امن لپاره به خبرې اترې جاري ساتي.


دوه ورځې وړاند لومړې په چارسده کې او بیا د پیښور سره نزدې په بډه بیره کې پر پولیس بریدونه شوي چې پکې لږ ترلږه اته کسان وژل شوي او په لسګونو نور ژوبل شوي دي.

پوښتنه دا ده چې په دې حالاتو کې هم د حکومت او وسله والو ترمنځه د امن مذاکرات څه ګټه لري او نه؟ د دفاعي چارو څیړونکې جنرل ریټایرډ طلعت مسعود په دې اړه وايي

((زما په خیال مذاکراتو وړاندې هم څه ګټه نه ده کړې دا د ځنې خلکو خوش فهمي وه چې د وسله والو سره به د خبرو اترو د لارې امن راشي. د مذاکراتو په حق کې به وزیر داخله او د طالبانو مذکراتي کمیټۍ د امید خبرې کولې خو مونږ ته مالومه وه چې دا سلسله به هیڅ ګټه ونکړي. ځکه چې ترهه ګر ترهه ګري ختمول نه غواړي. بیا د هغوي خپل منځ کې هم اختلافات او جګړې روانې دي نو که فرض که یوه ډله روغه وکړي نوهم واضحه نه ده چې نورې ډلې به یې مني او که نه))


نوموړی زیاتوي تر دې دمه وسله وال د خبرو اترو په نوم خپلې ګټې ترلاسه کولو کې بریالي ښکاري.

بلخوا مرکزي او صوبايي حکومتونه لاهم په خپل موقف ولاړ دي او وايي چې امن به یوازې د مذاکراتو دلارې راځي. د وسله والو لخوا د ډزبندۍ نه غځولو په اعلان د خیبرپښتونخوا د اطلاعاتو وزیر شاه فرمان خبریالانو ته وویل:

((د امن لپاره مذاکرات ضروري دي او د مذاکراتو لپاره ډزبندي نو دهغه اندیښنو دلرې کولو هڅه به کوو چې له مخې یې طالبان ډزبندي ختموي.))

څیړونکي وايي دا ممکنه نه ده چې د مذاکراتو د لارې نه به خنډونه یوازې حکومت لرې کوي او وسله وال به دې لړ کې هیڅ ګام نه پورته کوي. دا راز د دفاعي او سیمه ایزو چارو کارپوهه ریټایرډ بریګیډیر محمد سعد وايي وسله والو سره مذاکرات کول هغوي ته جایز مقام ورکول دي.

((فرض که یوه دترهه ډله ده او هغه څوک اغوا کړي نو خبره دا نه ده چې تاسو دیوتن ژوند بچ کړئ او هغې ډلې ته پیسې ورکړئ . دغه مسله نه ده ژوندبچ کول مهم دي. خو آیا تاسو چې دغه وکړل نو نور خلک مو په خطر کې وا چول او که نه؟ په پاکستان کې یوې وسله والې ډلې چاودنې وکړې خلک یې مړه کړل اوس حکومت هغوي سره خبرې کوي نو دا راز خو به نورې ډلې هم راپورته کیږي. بل چې ریاست خبرې کوي نو څه خو به ورکوي یعنې د خپل واک نه به په شا کیږي. نو آیا دا ممکنه ده؟))

په هیواد کې د مذاکراتو مخالفین نیوکې کوي چې د سولې د خبرواترو عمل کې وسله والو ته د ریاست د برابر حثیت ورکړل شوې. پوښتنه دا ده چې د وسله والو لخوا په عملي توګه د ډز بندۍ ختمیدلو په لړ کې ترهه ګر بریدونه ترسره شو نو د بل فریق یعنې حکومت او ریاست لخوا هم د کاروايي امکان شته او که څنګه په دې هکله جنرل ریټایرډ طلعت مسعود وايي:

((زما په خیال ریاست به خپل رد عمل لازمي ښکاري کوي انتظار به نه کیږي او تاسو به اوګورئ چې په دوه درې ورځو کې به څه ډول عملیات مخې ته راشي. د وسله والو نه ددې بریدونو بدل اخیستل ډیر ضروري دي ځکه چې که داسې ونشي نو ریاست به لا نور کمزورې ښکاره شي. وسله والو ته دا پیغام ورکول هم ډیر ضروري دي چې ډزبندي یواړخیزه نه وي که وسله وال بریدونه کیږي نو د وسله والو خلاف به کاروايي هم کیږي.))

نوموړی زیاتوي وړاندې هم وسله وال د هوايي ځواکونو د عملیاتو له وجې خبرواترو ته تیار شوي وو او اوس هم حکومت ته پکار دي چې ټول ولس په دې خبر کړي چې دوی د امن مذاکراتو لپاره مخلص دي خو وسله وال ددې عمل خلاف ورزي کوي نو ریاست مجبوره دی چې د دوی پرضد کاروايي وکړي.
  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله د اوونيزې خپرونې "روښانه مستقبل" کوربه هم پاتې شوی دی او پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راډیويي، لیکلي او ویډیويي راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG