د لاسرسي ځای

تازه خبر

د انتخاباتو قسمي پایلې، عبدالله له غني مخکې دی


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون نن (پنجشنبه) د ولسمشرۍ د انتخاباتو دریمه برخه ابتدایي نتیجې اعلان کړه.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون نن (پنجشنبه) د ولسمشرۍ د انتخاباتو دریمه برخه ابتدایي نتیجې اعلان کړه.


د دې نتیجې له مخې ډاکټر عبدالله عبدالله ٤٣،٨ فيصده رایي خپلې کړې دي او ډاکټر اشرف غني احمدزي ٣٢،٩ فيصده رایي ګټلې دي.

مخکې تر دې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون دوه ځلې دغه نتیجې اعلان کړې وې چې لومړی ځل د ۲۶ ولایتونو لس فیصده نتیجه وه او دوهم ځل د اکثریت ولایتونو نژدې پنځوس فیصده وه.

په تیرو نژدې پنځوس فیصده نتیجو کې د مخکینۍ نتیجې له مخې عبدالله عبدالله ۴۴ اعشاریه ۴۷٪ رایي خپلې کړې وې او اشرف غني احمدزي ۳۳ اعشاریه ۱۸٪ رایي.

تر دغو دوو مخکښو کاندیدانو وروسته د زلمي رسول رایي ډیرې وې چې ۱۰ اعشاریه ۲۸ کیدې.

د نوې فیصدي له مخې داسې ښکارې چې انتخابات به دوهم پړاو ته ووځي. د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ویلي دي چې دوی دې ته چمتو دي چې دوهم ځلي انتخاباتو د دو مخکښو کاندیدانو تر منځ وشي.

ډاکټر عبدالله عبدالله ٤٣،٨ فيصده
ډاکټر اشرف غني احمدزي ٣٢،٩ فيصده
زلمى رسول ١١،١ فيصد
عبدالرب رسول سياف ٧ فيصده
قطب الدين هلال ٢،٨ فيصده
محمد شفيق ګل اغا شېرزى، ١،٦ فيصده
داود سلطانزوى، ٠،٥
هدايت امين ارسلا ٠،٢ فيصده رايې ګټلې دي
XS
SM
MD
LG