د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کورمې بالشخېلو کډوال خپلو سیمو ته د ستنېدو غوښتنه کوي

په کورمه کې د بالشخېلو بې کوره شوي خلک له حکومته خپلو کلیو ته د ستنېدو غوښتنه کوي.

دوی وايي، حکومت دې ورسره کړې ژمنه پوره کړي. کډوالو د یکشنبې پر ورځ له مشال راډيو سره د خبرو پر وخت له شپږو کلونو زیاته موده شوې ده چې دوی د نا امنۍ له کبله له خپلو سیمو بې کوره شوي دي.

د دوی په خبره، حکومت دې ورسره مرسته وکړي چې دوی خپلو کورونو ته ستانه شي.

چارواکي وايي، په سیمه کې اوس هم داسې ستونزې موجودې دي چې د بالشخېلو اوسېدونکو ستنېدل شوني نه دي.

دوی زیاتوي چې انتظامیه هڅې کوي چې کډوال په خپلو سیمو کې اباد کړي.
  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG