د لاسرسي ځای

تازه خبر

دکرمې قبایل له کډوالۍ ستړي شوي دي


Pakistan -- Pashtoonkhwa: IDPs from tribal areas in Jalozo camp, 2007
Pakistan -- Pashtoonkhwa: IDPs from tribal areas in Jalozo camp, 2007
په قبايلي سيمه کرمه ایجنسۍ کې د فرقه ئیزه شخړو له امله بې کوره شوي د بالیش خیل سیمې متاثرین وايي : دوه کاله وشول چې په سیمه کې ( مري لوظنامه ) عملی شوې ده، خو د دې باوجود تراوسه د دوی خپلو کورونوته بیرته ستنیدنه ونشوه.

د متاثرینو په خبره، شپږ کالو نه زیات وخت کیږی چې شاوخوا درې سوه کورنۍ د خپلې سیمې نه بهر د کډوالۍ ژوند تیراوي.

کیبت خان په نامه د سمې یو متاثره کس مشال ریډیو ته وویل چې حکومت دې زر تر زره دوی خپلو کورونو ته واپس کړي ځکه چې په کډوالۍ کې دوی سخت په تنګ شويدي.

واضحه دې وي چې په ۲۰۰۸ کال کې د شیعه سني مشرانو ترمینځ په مري کې یوه لوظنامه لاس لیک شوې وه چې پکې یوه ماده دا هم وه چې د جنګونو په وجه دبې کوره شويو خلکو سره به په بیا ابادۍ کې مرسته کیږي.

په ۲۰۱۱ کال کې دغه لوظنامه د عملي کېدو وروسته د بې کوره شویو خلکو واپسي په سلسله واره توګه شروع شوه.

خو د سیمې یو بل متاثره کس او مشر ګل وزیر وايي چې دې نه پوهیږي چې تراوسه د دوی واپسی ولې ونشوله.

نوموړی زیاتوي چې حکومت دې لوظنامه په عملی کولو کې کوټلي ګامونه پورته کړي.
د کرمې ایجنسی د انتظامي یو مشر چارواکي ریاض محسود مشال ریډیو ته وویل چې په سیمه کې ځینی داسې مسئلې شته چې د هغوی له وجې د بالیش خیل متاثرینو واپسی ځنډول شوې ده.

نوموړي زیاته کړه چې بالیش خیلو ته به د متاثرینو واپسي کیږي او په سیمه کې د دې لپاره د دوی لخوا هڅې روانې دي.

د قدراتی افتونو سره د مبارزې د قبایلی ادارې ترمخه په کرمه ایجنسۍ کې د فرقه ئیزه شخړه له امله شاو خوا ۲۲ زره کورنۍ بې کوره شویدي چې پکې زیاتره کورنۍ لا هم دکډوالۍ د ژوند په تیرولو مجبوره دي.
  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG